د څانګی آماج د ترور تیاره اړخونه

د څوانیمرګي شکیبا (څانګي) آماج د مړیني(ترور) تیاره اړخونه
د فلک له لاسه چا ته کړم کوکار««-»» ریژوی هر ګل چه خاندی په بها ر
زه چه دا مضمون لیکم، دادی دشکیبا څانګي آماج د ځوانمیرګي او ترور څخه څه کم دوه کاله تیریږی او پدی موده کی لا تر اوسه پوری د هغی د نا ځوانه قاتل له څیری نه پرده نه ده پورته شوی او خدای خبر چه دا کار به وشی او که نه؟!
په دی تیره شوی موده کی څه کړنی تر سره شویدی؟ څه کیدونکی دی؟ څه انتظار ځنی کیدلای شی؟ او تر ټولو غوره پوښتنه دا چی ولی څانګه آماج په قتل ورسیدله؟ پدی اړوند د یادولو وړ ګڼم چی زمونږپه ټولنه کی د پخوا څخه د خولی پټاوی عادت د ځان ساتنی د اصل په توګه عام وو، او لا هم دی. له همدی غوره او عامی نسخی نه د قدرت او مدعاً خاوندانو همیش د خپلو شخصی او ځانګړو موخو لپاره ناوړه ګټه اوچته کړیده او واقعیتونه همداسی یا د قدرت د خاوندانو د زړه د غوښتنی مطابق پای ته رسیدلی دی او لا خو همداسی په تیاره کی پاته شویدی. همدا لامل وو چی زه یی دی ته وهڅولم تر څو پدی هکله د خپل وخت زیاته برخه و همدی موضوع ته ځانګړی کړم.
ما ولی داسی وکړل؟ : لمړئ :دا چی که می وکولای شوای لږ تر لږه ددی تاندی څانګي د پښتنی پوړنی او پاکو وینو حق می ادا کړی وی. دوهم: دا چی زموږ خلک حق لری چی په واقعیتونو باندی خبر او پوه شی او دریم :دا چی هغه عام خلک پدی باندی وپوهیږی چی اداری فساد یعنی څه؟ او دا هم ورته جوته شی چی که مطبوعات او د عامه پوهاوی وسیلی په سمه توګه په کار یوړل شی د ظلم او زور زیاتی مخه نیولای شی. او بله داچی زمونږ ځوان نسل په عامه توګه اود رسنیو کار کوونکی په خاصه توګه د هیواد او هیواد والو او خپل برخلیک په وړاندی باید بی توپیره وه نه اوسی او پرینږدی چی پدی تانده دیموکراسۍ کی تاندی څانګي په هغو باندنیو تبرونو باندی ماتي شی چه لاستی یی د ننه زموږ د خپل هیواد د ونو څخه دی.لکه چه وایی:
که هر یو رانه وژني،خیال او فکر می مه وژنه ««»» په دی کی می وطن ته لوی تاوان لیدلۍ دۍ
زما موخه ددی څیړنیز او په واقعیتونو ولاړ مضمون څخه یوازی او یوازی د ظلم او زور زیاتی،غیر مسلکی کمروزی څیړنی(عدلیی) ،اړخ لرونکۍ قضاوت او ړندي پریکړی برالا کول دی، نه د کوم چا په شخصیت باندی یرغل،کچیری پدی مضمون کی د کوم چا نوم راځی هغه یوازی د واقعیت پربنسټ ولاړ دۍ او په همدی توګه سره ددی مضمون له لیکلو څخه زما غایه پیسي، شهرت اویا د کوم سیاسی بهیرنه ملاتړ او ننګه هم نه دی لکه نن سبا چه دا کارډیر عام دۍ او یو ګڼ شمیر دمطبوعاتو د کورنۍ غړی په همدی ناروغۍ مبتلا دی.
ددی لپاره چه د نوموړی مسًلي په هکله د لوستونکو ذهنی انځور نیمګړۍ نه وی پاته ,اړین ښکاری چی د خدای بښلی څانګي آماج د کورنۍ په هکله هغه معلومات چه تر اوسه پوری ممکن چا ته نه وی معلوم دلته په لنډ ډول راوړم.
د خدای بښلی څانګی آماج د کورنۍ مشر یا د هغی پلار(انجینر محمد ربی آماج)چه نن سبا د څه د پاسه دوه پنځوسو کلونو عمرروځی او شپی سبا کوی د وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د الا یار خیلو کلی کی زیږیدلۍ دۍ ،لومړنۍ زده کړی او لیسه یی همد لته بشپړکړیدی او وروسته یی د کابل پوهنتون د پولیتخنیک انستیتوت د جیولوجی پوهنځۍ نه د جیوفزیک په څانګه د لمړۍ درجی دیپلوم تر لاسه کړیدی .وروسته بیا په (۱۳۶۷) کی لمړۍ په سیدآباد ولسوالۍ کی خپل پلارنی کلی(الا یارخیلو) ته کوچیدلۍ او بیا په همدی کال ګاونډی ملک (پاکستان) ته کډوال او د کویټی په ښارکی میشت شوي او هلته تر (۱۳۸۴) پوری اوسیدلۍ دۍ چه خپلو ټولو اولادونو او له هغی ډلي نه شکیبا څانګي آماج خپلی ټولی زده کړی اونور مهارتونه (انګلیسی،کمپیوټر،ډیزاین او ګنډل،اخلۍ پخلۍ او…..نور)همدلته د کډوالۍ په دوران کی بشپړ کړیدی،پخپله انجینر محمدربی آماج د کډوالۍ په همدی پورته موده کی یی د چاپیریال انجینری او بزنس منجمنټ کی ماسټری دیپلومونه تر لاسه کړیدی
یادون: د باندنۍ نړۍ څخه دیوی استونیایی میرمني هغه خاطری چه د انجینر محمد ربی آماج نه یی د کار په جریان کی لری اوبعضی ځایونه یی د بصیرت د خاوندانو لپاره دخدای بښلی څانګي آماج په قتل باندی هم رڼا اچولۍ شی.همدا مضمون په انګریزی ژبه په لاندی پته په انټرنیټ کی موجود دۍ.
(Reportage of the Kunduz River Basin Programme: Friday, June 8 2007 by : onne Pearl).
پخپله انجینر محمد ربی آماج په پنځو ژبو باندی د لیک لوست او پوهیدني وړتیا لری او دده د کورنۍ لوی اولادونه هم په(۴) ژبو باندی پوره واک لری .انجینر محمد ربی آماج د خپل ملک په (۲۸) ولایتونو کی عملاُ کار کړیدۍ او د خپلوخلکو په دود او دستورپوره بلد دۍ.د کډ والۍ په دوران کی انجینر محمد ربی آماج دخدای بښلی پیاوړی ژورنالیست (عبدالجلیل وجدی) سره په ګډه یو کتاب (د زړونو او دماغونو ماینونه) تر عنوان لاندی لیکلۍ دۍ، پدی کتاب کی چی د ټولنپوهنی(جامعه شناسی) د اصولو په بنسټ کی لیکل شویدۍ زموږ د ټولني په هغو نا خوالو ( ژبنی توپیرونو) باندی رڼا اچول شویده کوم چی د پخوا څخه دپښتو ژبی سره روان دی خصوصاَ دهغه توپیری چال چلند چی د (ببرک کارمل) د واک په مهال د پښتو ژبی سره روان وو ډیر واضح او مستند انځور یی وړاندی کړیدۍ. انجینر محمد ربی آماج تر اوسه پوری بی پري پاتی شویدۍ او د هیڅ ډلی ټپلی سره یی اړیکی ندی نیولی .زما د څیړنی له مخی دده په ژوند کی دری ميني له ورایه څرګندی دی او هغه: دهیواد سره مینه، د زده کړی سره مینه او د خپلی کورنۍ سره مینه.
د خدای بښلی شکیبا څانګي آماج ترور او مړینه:لکه چی ټولو ته څرګنده ده چی خدای بښلی شکیبا څانګه آماج د(۱۳۸۶)هجری لمریز کال دغبرګولی میاشتي په لسمه نیټه چی د ۲۰۰۷ کال د میً د میاشتي د یو دیرشمی نیټي سره سمون لری د ماښام د۷ بجو په شاوخواکی د ددوی پخپل کرایی کور کی د اور لرونکی وسلي په ډز سره چی د شا له لوری برابر د زړه په سر ویشتل شوی وه ترور او مړه شوه .او ددی ځوانیمرګي د ترور په تور لمړۍ عبدالطیف نومۍ د خدای بښلی شکیبا څانګی آماج دکورنۍ لخوا قانونی مراجعو ته معرفی او په (۴۸) ساعتونو کی دکابل ولایت د امنیی قوماندانی د جرایمو په وړاندی د مبارزی د لوی ریاست د منسوبینو لخوا ونیول شواو د نوموړی د نیول کید لو ((clipهم وښودل شو، مګر څه د پاسه دوی میاشتي وروسته بیا د لویی څارنوالۍ لخوا د خدای بښلی شکیبا څانګی آماج پلار دهغی د قتل په تور ونیول شو او عبدالطیف نومۍ چه دڅانګی آماج دکورنۍ لخوا دخپلي لور د قتل تور ورباندی لګیدلۍ وو په ډیر قووت سره بدون لدی چی د محکمی پریکړه ور باندی وشی د پولیسو د نظارت خانی څخه د توقیفی لغوي په توګه خوشۍ شو او ددی برخلاف دڅانګي آماج (خ.ب*) پلار بیا د خپلی لور د وژنی په تور محاکمه په لس کاله بند محکوم او له نهه میاشتي زندان او توهین وروسته د دوهمی محکمی له لوری بیګناه وپیژندل شو.داچی ولی داسی وشول؟ اصل حقیقت څه دۍ؟ ولی داسی کیژی؟ ترټولو د مخه دڅانګي آماج (خ.ب*) د پلار(انجینر محمد ربی آماج) د د ه پخپل لاس لیکلي د فاعیی د قلمی نسخی څخه یوه مقوله را اخلم اوهغه داسی ده: حقیقت بی له زوره او زور بی له حقیقت نه بد بختی منځته راوړی،نوموړۍ زیاتوی: ( او دا زموږ د کورنۍ په هکله بلکل رښتیا شول، حقیقت زموږ سره دۍ مګر د هغی په چوکۍ کینولو لپاره زموږ سره زور نه شته او ددي بر خلاف د حکومتی دستګاه سره زور شته مګر حقیقت ورسره نشته او هغه څه چی حقیقت دۍ له هغی نه دوی سترګي پټوی).اوس به راشو دی ټکی ته چه څانګه څوک وه؟ که چیری چا د څانګي آماج ژوند لیک لوستۍ وی د خدای بښلی په هکله به یی پوره معلومات حاصل کړیوی اما هغه څه چی زه ورته اشاره کوم هغه ددی پورته خبرو نه بیل دی اوهغه دا چی:
۱- خدای بښلي څانګي آماج خبرونه تل د( بسم ا لله الرحمن الرحیم ط )په ویلو سره شروع کول.
۲-تل یی افغانی ملی کالی اغوستی دی، ان تر دی چی د هیواد دتلویزیونی شبکو په سطح لمړنی افغانی ملی کالی دی خدای بښلي اغوستی دی چه وروسته بیا د آریانا تلویزیونی شبکي هم دا کار وکړ.
۳-تل به یی پوړنۍ په سر وو او دجمهوری ریاست په مطبوعاتی کنفرانسونو کی د همدی افغانی پوړنی سره به یی د بهرنیو جګ پوړو میلمنو څخه پوښتني او مرکی ورسره کولی او پدی توګه یی بهرنۍ نړي ته د افغانی اصیل فرهنګ ښکلا او برم ورښوودۍ. د پورته خبري د سپیناوی لپاره په افغانستان کی د امریکي متحده ایالاتو دپخوانی استازی (ویلیام بی ووډ) دتسلی لیک د دری متن په راوړلو بسنه کوم (د یادولو وړ ګڼم چه ددی تسلی لیک انګریزی متن د امریکي متحده ایالاتو د سفارت په رسمی پاڼه اود سفیر په لاسلیک باندی دی او دری ژباړه یی په عامه بڼه ده).
۴-خدای بښلی څانګي آماج دلمانځه اوداسه ډیره پابنده وه او تل به یی د شمشاد تلویزیون په ختمونو کی کاری ونډه اخیستله.
اوس به راشو دی ټکی ته چی خدای بښلی څانګه آماج ولي په شهادت ورسیدله؟ او آیا په دی قتل کی په رښتیا دنوموړی دکورنۍ لاس وو اوکه اوبه له بله ځایه خړی دی؟
د لمړۍ محکمي به دفاعیه کی ددوی مدافع وکیل هغو مستندو تهدیدونو ته اشاره کوی چی د خدای بښلی څانګي آماج د ترور او شهادت څخه مخکی ددي کورنۍ ته پیښ شوی وو اوهغه په لاندی ډول دی:
• لمړنۍ شبنامه په ۲۵/۰۴/۱۳۸۴دپنجشنبي په ماښام ۷بجو او ۲۵دقیقو د یوه داسی چا لخوا د دوی د دروازی په لاستی کی ټینګه شوۍ چی ښځینه چادری یی په سر کړیوه او کله چی نوموړۍ څوک د څانګي آماج دپلار او ماما لخوا تعقیب شو نو په(۴۲۱۹)شخصی لمبرپلیټ لرونکی سپین کورولا ډوله موټرکی د دریو نورو کسانو سره یو ځای وتښتیدل.(دغه شبنامه ددوی اړونده دوسیه کی په۲۴۷او۱۴لمبرونو باندی چه د دریمی حوزی د څارنوالۍ مُهر ور باندی لګیدلۍ دۍ ثبت ده). پدی هکله باید وویل شی چی په دا بله روځ باندی (انجینر محمد ربی آماج) پخپله مربوطه ۵حوزی ته ورغلی او شبنامه اودموټر د پلیټ لمبر او اړوند خصوصیات یی دنوموړی امنیتی حوزی آمر(زلمۍ خان اوریا خیل) ته ورکړی وو. داخبره پخپل ځای ډیره مهمه اودفکر وړ ده چی ددی شبنامی متن او انګیرنه ټوله سیاسی ده ،پدی شبنامه کی دآماج کورنۍ ته تهدید شویدۍچه خپلی لوڼی خارجی او داخلی دفترونو ته چی له فساده ډک دی وه نه لیږی او دخاریجی بی حیا تلویزیونی چینلونو لیدل بند کړی،دهمدی شبنامی په بل ځای کی ورته لیکی: او ستاسو لوڼی مو څوروځی تعقیب کړی ولی په لاس را نغلی چه دا به تاسوته ډیره ګرانه تمامه شوی وای اود هغوی نه سوا مو هغه نجونی موټر ته پورته کړی چه فارسی یی ویله،همدارنګه پدی شبنامه کی دوی ته د مرګ تهدید هم شوی او بد بختانه چه عملی هم شو.همدغه شبنامه او ورسره مل شبنامی د جرم پیژندنی د تخنیک (کریمینال تخنیک) د ساینس په ذریعه تشخیص او محمد نظیف ته منسوب دی. پدی کی فارسی ژبی ته اشاره ډیره د معنی ډکه ښکاری.
• بل تهدید او عملی ګام پورته کول د(انجینر محمد ربی آماج)د ټول کور په وړاندی په ۱۸/۵/۱۳۸۴نیټه باندی د شپی په۸بجو او۴۵دقیقو باندی وشو کله چی ددوی کورته لاسی بم او ورسره شبنامه ور واچول شول همدغه شبنامه د دوی په اړونده دوسیه کی په(۲۴۵)لمبرباندی د مّهر سره ثبت شویده ،د لاسی بم چاودیدنی د دوی آثاثیی ته زیان ورساوه خو د خدای (ج)په فضل یی د سر زیان نه درلود،د شبنامو (SCAN)شوي کاپی ددی مضمون ضمیمه دی خو یو شۍ چی د یادولو وړ دی او هغه دا چي پدی شبنامه کی یی دوی ته ګواښ کړی وه چی ددوی د موټر لمبر یی حکومت ته ورکړیدۍ او بل دا چی دا د راتلونکو پیښو شروع ده.شبنامه پخپله وګورۍ او مهمه خبره خو لا دا ده، چی دوی د انجینر محمد ربی آماج د عریضي څخه چی حوزی ته یی کړی وه لا د مخه خبر درلود او دا یی په شبنامه کی ذکر کړیدی!!؟
• د تروریستانو دریم ګواښ په ۲۱/۵/۱۳۸۴د شپی په ۷بجو او ۴۵دقیقو باندی د خدای بښلی څانګي آماج د ماما (حاجی محمد) د اختطاف ناکامه هڅه او د نوموړی زخمی کول وه.چی بیا هم د معمول مطابق د همدی مربوطه امنیتی حوزی آمر د دوی کورته راغۍ او حالاتو جاج یی واخیستۍ او ولاړۍ.
• د دی ډلی څلورم تهدید بیا هم د لس پاڼو شبنامو په بڼه وه چی ټولی د یوی اصلي پاڼي څخه کاپی شوی وی اودغه کارپه‍۲۱/۸/۱۳۸۴/ نیټه د ماښام په ۸او ۲۵ دقیقو باندی تر سره شو.
• بیا هم دنوموړی ډلي بل تهدید چی د شبنامي په بڼه وه د۲۰/۱۰/۱۳۸۴نیټي باندی په داسی بڼه تر سره شو چی لمړۍ د ۱۹/۱۰/۱۳۸۴ نیټي د مازدیګر په(۶:۰۰) په شاوخواکي په یوه (۷۱۷۷۲)شخصی موقت لمبر پلیټ لرونکۍ کورولا موټر چی( ۳) تنه پکی سواره وو ددوی د کور ومخی ته ولاړ وو اوکله چی انجینر محمدربی آماج ور باندی پوهیږی دوی ځني تښتی او د پورته ۲۰/۱۰/۱۳۸۴نیټي د سهار په پنځو بجو باندی څلورمه شبنامه دسپورتی بایسکل نه په ګتي اخیستني ددوی کورته ور اچوی .اوهمدا شبنامه په دوسیه کی په(۱۵) لمبر راجستر ده.پدی وخت کي انجینر محمدربی آماج د (Concern worldwide) موسسی سره په بدخشان کی کار تر لاسه کړ اوبیاد ۱۳۸۵کال دعقرب ترمیاشتی پوری ددوی د کور لپاره کراری شپی او ورځي وي اما:
• د همدی۱۳۸۵ کال د عقرب میاشتي د لسمي نیټي په شپه باندی یو ځلي بیا ددوی وکورته لاسی بم ورواچول شو چی د نیکمرغۍ له مخی و نه چاودیدۍ چی د معمول مطابق دا ځلي بیا هم د (۵)امنیتی حوزی مسًولین او پخپله د نوموړی حوزی مشر(زلمۍ خان اوریا خیل) ددوی کور ته راغلل او نوموړي بم یی ورسره یووړ. او ددغو ټولو تهدیدونو په پای کی د مربوطه امنیتی حوزی د مسولینو ځواب دا وه چه د آماج کورنۍ باید خپل د استوګني ځای بدل کړی ځکه دوی یی پدی ځای کی امنیت نشی تاًمین کولای او همدا وو چه دوی د نا هیلۍ او مجبوریت په حالت کی د مامورینو کارتي ته وکوچیدل چی وروسته بیا په همدی کور کی ددوی ځوانه لور(خدای بښلی شکیبا څانګه آماج) ترور شوه.
• او بیاد اووم ځل لپاره د تروریستانو له لوری ددوی د کورنۍغړی(فرشته آماج ) دیوه ډیر سخت خطر سره مخ شوه او هغه داسی چی ۲۸/۱۲/۱۳۸۵دغرمي نه مخکی کله چه نوموړي د ناهید شهید د ښوونځي نه د کور په لوری راتلله۱۰:۵۰د غرمي نه مخکي د افشارو په منطقه کی تعلیمی مرکز ته مخامخ د (۸۴۵۵۷) ټونس موټر چه میوند د محمد نظیف زوی سره د خپلو دریو تنو نورو ملګرو یی د فرشتی آماج داختطاف اقدام وکړ چه نوموړی د زرو متروواټن منډي وهلو نه وروسته دکورونو مخی ته چیری چه د خلکو ګڼه ګوڼه وه ځان ورساوه او هلته ځنی خوشی شوه. او له همدی ځایه نوموړی ډله د څانګي اماج د کورنۍ له لوری تشخیص او عدلی مراجعو ته پلاس ورکړل شول پدی ډله عبدالطیف (کوم چه د خدای بښلی شکیبا څانګي آماج د ترور ادعا ً ورباندی شویده ) هم شامل وه او کله چه د څانګي آماج د کورنۍ غړو(شکیبا آماج ،شکیلا آماج او فرشتي آماج) نوموړۍ ولیدۍ دری واړو دا خبره ډاګیزه کړله چه هغی دری کسیزی موټر سایکل لرونکي ډلی( کوم چی دوی یی د ښوونځۍ په لاره څارلی )له غړو څخه یی یو همدا عبدالطیف نامۍ وو،او بل دا چه دخدای بښلی شکیبا څانګي آماج د قتل اړونده دوسیه کی داسی یو استعلام هم تر سترګو کیږی کوم چه ددی ګواهی ورکوی دلمړی بم داچولو په روځ همدا عبدالطیف نومی دانجینر محمدربی آماج دغوی دروازی ته ورغلۍ وه او د ده له کشری لور(فرشتي آماج) نه یی پوښتنه کړیوه چی دا د چا کور دۍ.
اوس تر دی ځایه پوری خبره راورسیدله چی د(فرشتي آماج) د اختطاف عملی هڅه وشوه پدی مهال دغه کرغیړن لاسونه دوی وپیژندل او امنیتی حوزی هم هغوی فی الفور ونیول اما د عبدالطیف مشر ورور (عبدالوکیل چه دملی امنیت دتعلیمی مرکزد اعاشي آمر اود ډاکتر نجیب الله د وخت څخه د استخباراتو غړیتوب لری)حوزی ته ورځی او په ډیره عاجزۍ سره دخپل کشر ورور عبدالطیف د خوشی کولو غوښتنه د مریم آماج څخه کوی او دا وعده هم ورکوی چه په راتلونکی کی به عبدالطیف هیڅوخت هم د میوند دغوی سره پری نږدی،او په دی توګه سره عبدالطیف د(۵)امنیتی حوزی څخه خوشۍ کیږی.او اما کله چی محمد نظیف او میوند( د محمد نظیف زوی) تر نیولو وروسته په همدی حوزه کی تر پوښتني او ګرویږني لاندی نیول او په لمړی سر کی دا په ډاګه کیږی چه د شبنامو او محمد نظیف د لیکنو تر منځ ورته والۍ شته دۍ ، پس له (۴۸) ساعتونوتحقیق وروسته کله چه دوی( محمد نظیف او میوند) نظارتخاني ته انتقال کیږی هلته څرګندیږی کوم اسناد (شبنامي) چه د آماج د کورنۍ لخوا حوزی ته ورکړل شوی وو هغه د دوسیی نه ایستل شویدی اوهماغه اسناد یو ځلی بیا ورته ورکړل شول. دمجرمینو نه تر تحقیق وروسته لاندی حقیقتونه څرګند شول:
۱-هلته په نظارتخانه کی کله شبنامي اود محمد نظیف په لاس لیکل شوی لس پاڼی کریمینال تخنیک څانکي ته د مسلکی څیړنی لپاره ولیږل شوي هلته تر مسلکی هر اړخیزو څیړنو وروسته جوته شوه چی دشبنامو لیکني د محمد نظیف دی (سکن شوی سند یی ضمیمه دۍ ).
۲-سپورتی بایسکل کوم چی د آخرینۍ شبنامی لپاره په کار وړل شوۍوه د میوند وه او نوموړی دا منلی هم ده.
۳-ټونس موټر چی د فرشتی آماج په اختطاف کی کارول شوۍ وه د محمدنظیف ملکیت وه اما لمبر پلیټ یی جعلی وه .چی د پولیسو لخواضبط شو.
۴-میوند د (فرشتي آماج) په تهدید اقراروکړ. اومربوط څارنوال دواړو(زوی او پلار) ته د (۴۳۵) مادی جزا غوښتنه کړيوه چه د (۵ـ۷)کاله پوری د بند جزا ده. اما څه وشول؟
• د مرافعی محکمی له خوا (محمد نظیف او زوی یی میوند)د قضایی راَفت(ترحًم) په نظر کی نیولو سره په یو نیم کال بند محکوم شول (پریکړه لمبر ۱۳/تاریخ۲۹/۲/۱۳۸۶) او د همدغی محکمی د رییس (قاضی عبدالصبور) لخوا د ټولو حاضرینو او متضررینو په حضور دوی دواړو ته د خپلي همدردۍ دبرالا اظهار تر څنګ په دوهمه محکمه کی د فعال کمک وعده هم ورکړه شوه اودا د یوه عادل او یبطرفه قاضی د شان څخه ډیره لیری وه. پدی اړوند یوه بله د پام وړ خبره دا ده چی نوموړی دوسیه د محاکماتی اصولو خلاف د امنیت عامه په ځای د جزا ِ په دیوان کی فیصله شوی وه چه وروسته بیا د خدای بښلي څانګي آماج د کورنۍ لخوا پدی اړوند اقدام وشو. او دوسیه لمړۍ د ملی امنیت محکمی ته ولاړه اما هغه محکمي لغو شوی او نوموړی دوسیه بیا امنیت عامی ته راغله.
• یوه بله ډیره مهمه اود سوچ و‌‌ړخبره خو دا ده چی د محمد نظیف او میوند د بندی کیدلو نه سمدلاسه د سحر پۍ ریز شرکت مالک ( ښاغلۍ بګلو چی د ګاونډی ملک ایران تبعه دۍ) سر او پښی را پیدا شول اود کابل ولایت او په محکمه کی د پیسو ډک بکس په مریم آماج پسی ګرځاوه او دمحمد نظیف د خوشی کولو التماس او زارۍ یی ورته کولی .دغه موضوع او په شبنامه کی د فارسی ژبی ذکر کول واضح علامی دی چه دا پیښه بهرنی لاس او پښی لری.

• او په همدی محکمه کي د خدای بښلي څانګي آماج کورني د محمد نظیف له خوا علنی په مرګ تهدید شوه ،جالبه خو لا دا وه چه د محکمی پدی ټوله موده کي همدا عبدالطیف نومۍ دمحمد نظیف دکورنۍ د غړو سره همیش موجود وو او په دی ارتباط کله چه انحینر محمد ربی آماج د عبدالطیف مشر ورور(عبدالوکیل) ته د کندوز څخه تیلیفونی دغه موضوع په منځ کی کیښووده نو (عبدالوکیل) له دی نه ځان تیر کړ. او بد بختانه په ۱۰/۳/۱۳۸۶یعنی ددی پریکړی او تهدید نه ۱۲روځی وروسته خدای بښلي شکیبا څانګه آماج پخپل کور کی په قتل ورسیدله.
اوس به دی ټکی ته پام واړوو چی محمد نظیف،میوند،عبدالطیف او عبدالوکیل څوک دی؟ او څرنګه سابقه لری؟
1. محمد نظیف د ګل حسن زوی د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شنیز د علاقی د تره خیلو کلی اوسیدونکۍ او نن صبا د (۵۰)کلونو په شاوخواکی عمر لری،او په قرغه کی د نورو خپلوانو (محمد زۍ،محمد غنی او لونګین دغوی) تر څنګ اوسیږی، د ببرک کارمل د قدرت په مهال په ګردیز کی دریم بریدمن وو او بیا یی د پخوانی شوروی اتحاد د اوکراین پلازميني (کیف) ته تحصیلی بورس واخیست او هلته یی(۵) کاله د (۷۲-T) زغروال ټانک تخنیکی زده کړی بشپړی کړی اوکله چه بیرته راستون شو نو د خپل مسلک بر خلاف د اورد د کشف (استخباراتو) په قطعه کي یی په کندهار کی دنده واخیستله چه د مجاهدینو تر واک پوری هلته وو.
2. کله چی مجاهدینو په ښارونو باندی ولکه ټینګه کړه نو محمد نظیف د خپلی کډی سره لومړي کابل ته راغۍ او همد لته په قرغه کی پخپل کور میشت شو چه وروسته بیا د حاجی ګل وزیر (دمحمد نظیف دپلار خوریی) او ولی محمد مشهور په ولیګي(د محمدنظیف تر بور) پذریعه د افغانستان اسلامی ګوند(حکمتیار) سره یوځای او بیا یی خپله کډه په وردګو کی خپل کلی (تره خیلو) ته یووړه اودچارګل خان نثار(د افغانستان اسلامی ګوند دسید آباد او شنیز عمومی قوماندان) تر لار ښووني لاندی یی د ریشخور او چهلستون په مورچلو کی یی کاری ونډه واخیستله،د حاجی ګل وزیر له خولی چه ویل یی:دمحمد نظیف یو ډیر تکړه ټانکیست او نښه ویشتونکۍ وو اوهر کله چه به یی د مخالیفینو کوم مورچل د خپل ټانک په ډز سره له منځه یووړ نو آمرصاحب(چارګل خان نثار) به ورغۍ او محمد نظیف به یی په مخ ښکل کړۍ او بخششی به یی هم ورکړه.
3. وروسته کله چه کابل د طالبانو په لاس کیووت نو محمد نظیف خپله کډه بیرته کابل ته راوستله او پخپل کور کی میشت شو په اول سر کی یی د طالبانو سره د قرغي په فرقه کی د آشپز په بڼه کار شروع کړ اما په (۱۳۷۴) کال په دوبی کی د طالبانو دوو کسانو(ملا عبیدالله د ملا بورجان وراره او د پنجوایی ملا عبدالواسع) سره یی اړیکی ټینګي کړی چه وروسته بیا د طالبانو په طرف کی وجنګیده او په پلخمری کی د طالبانو دمخالیفینو لخوا ونیول شو چه دوی میاشتی وروسته بیا د اسیرانو د تبادلی په بڼه آزاد او بیرته طالبانو ته ورغۍ او تر هغی چه نړیوال ایتلاف د طالبانو د رژیم په وړاندی اقدام نه وو شروع کړۍ نوموړۍ لا ورسره وو اوکله چه طالبان نسکور شول نوموړۍ د څو مودی لپاره غلۍ وو.
4. او په (۱۳۸۳) کال یی د ایرانی شرکت (سحر پۍ ریز) سره د اجیر په صفت د میاشتی مبلغ (۵۰۰۰)افغانیو په بدل کی کار ونیوه.او په۱۳۸۴کال کی یی د خپلی تنخواه د لس چنده څخه هم په زیاته پیمانه سره اثاثیه واخیسته (ټونس موټر،په وردګو کی د نوی کور جوړول او همدا راز دکابل په کور کی اضافه آبادي کول) او دا پداسی حالت کی وو چه محمد نظیف د خپل کور دورځنی لګښت څخه هم عاجز وو.
5. په همدی توګه نوموړی پدی کال کی دری ځلي وردګو ته په کډه ولاړ او بیرته راغۍ اودا ټول حرکتونه یی ډیر مشکوک وه.
6. میوند د محمد نظیف دوهم اولاد دۍ او محمد نظیف بالخصوصو ده ته ډیره توجه لری او هر ډول ناز یی اخلی تر آتم ټولکی پوری یی ښوونځۍ ویلی او دعبدالطیف ډیر ټینګ ملګرۍ دۍ او عبدالطیف همیشه ددوی کره راځی او داسی خبری هم ددوی له کورنه راوتلی دی چه محمد نظیف ده ته خپله لور ویلي ده. عبدالطیف اومیوندچه نوی ځوانۍ ته رسیدلی دی الکولی مشروبات او د جنسی اړیکو فلمونه یی ډیر خوښ وی او تل په ګډه د میوند دغوی په کور کی دا رنګه مجلسونه جوړوی.څرنګه چه پخپله محمد نظیف هم دالکولی څښاک په عادت روږدۍ دۍ نو داد عبدالطیف اومیوند لپاره کومه ستونځه نه جوړوی. اما محمد نذیر د محمد نظیف مشر زوی ددی برخلاف د خپل پلار د لاسه بیا د۱۳۸۵نه تر ۱۳۸۶ پوری ایران ته تللۍوه.
اما عبدالوکیل او عبدالطیف ((ظریفی)) د عبدالقیوم زامن د غزنی ولایت د اندړو ولسوالي اوسیدونکی دی، پلار یی څه کلونه وړاندی مړ شویدۍ اوعبدالوکیل چه دکور مشر دۍ۴۲کلونو په شاوخوا کی عمر لری د ډاکټر نجیبالله د وخت څخه د ملی امنیت غړیتوب لری او فعلاًهم د ملی امنیت په تعلیمی مرکز کی د اعاشي د آمر دنده پغاړه لری او خپل ټونس موټر یی هم دځان سره په کرایه لګولۍدۍ ظاهر یی ډیر آرام دی او معمولاُپه عامواو کلیوالی مجلسونو کی ډیر لږ ښکاره کیږی .خپل پلارنی کلی ته هیڅوخت هم نه دۍ تللۍ او همیش خپله مور او ماما وطن ته استوی . د نوموړی یو ټینګ ملګرۍ عبدالروًف د حاجی صیف الدین زوی (تذکیره نمبر :۵۸۷۳۸۱۹) د غزنی ولایت د قره باغ اوسیدونکۍ دی او په عمر (۳۷) کلن دۍ نوموړۍ د طالبانو د واک په مهال له طالبانو سره په کابل کی ډریور وو او همدلته په کابل کی اوسی نوموړۍ دمحمد نظیف سره هم اړیکی لری اوپه دارلامان کی د اردو په کومه قطعه کی دنده لری.د ا خبری هم وجود لری کوم وخت چه اخون سید شهید خیل (د طالبانو د وخت دښوونی اوروزنی د وزارت مرستیال) د بند څخه خوشۍ شو نو عبدالوکیل یی خپله مور او همدا عبدالروُف د اخون سید شهید خیل ستړی مشی (اسفندي کلی ) ته د یوڅه سوغاتونو سره ور ولیږل.چه وروسته بیا نوموړی د همدی لاری د اندړو د طالبانو سره لاره او لیکه پیدا کړه او هغو شرکتونو چه د اندړو په ولسوالۍ کی په ساختمانی چارو بوختی وی د طالبانو څخه امنیت د پیسو په مقابل کي د عبدالوکیل او عبدالروف په منځګړیتوب (کمیشن کارۍ) طۍ کیدلی چه له همدی ډول یوی معاملی نه د(۶۰۰۰)ډالرو کمیشن دوی واخیسته.
عبدالطیف چه نن صبا د ۲۲کلونو عمر لری او تر(۱۲)ټولګی پوری یی ښوونځۍ لوستي دۍ او بیکاره دۍ ،او د میوند سره یی ټینګه ملګری ده.
1. نوموړۍ دوه ځلی جیل ته تللۍدی:(لمړی وار د خدای بښلي څانګي آماج د قتل په تور او دوهم ځلی یی۱۳۸۶د سلواغی میاشت کی دهمدی عبدالروًف سره یی دخپل ورور د کمیشن د پیسو په سرپه چړو وهل ټکول کړی وه او د همدی ټپونو له امله لومړۍ یوه میاشت په ۴۰۰بستریز روغتون کی بستر وو او کوم وخت چه جوړ شو بیا تقریباُ ۴۰ روځی د د اخلی چارو وزارت په نظارت خانه کی تر پوښتنۍ او ګرویږني لاندی نیول شوۍ وو) دا دوه نوبته بدون له چه دوسیه ورته جوړه او محکمی ته معرفی شی را خوشۍ شویدۍ.
2. داسی ویل کیږی چه د دوی یوه خپلوانه (څارنواله سیمین اندړ) د خدای بښلي څانګي آماج د قتل د تور په دوسیه کی دعبدالطیف دوی اوهم د محمد نظیف سره ډیره مرسته کړی خصوصاً چه نوموړی څارنوالي د پخوانی لوی څارنوال (ښاغلی ثابت ) سره تاوده مناسبات هم درلودل .
3. په عبدالطیف باندی دخدای بښلي څانګي آماج د دوسیی اړوند (۵) مورده الزامونه لګیدلی دی لکه(ددوی تعقیب او څارل د ښوونځۍ په لارو د (۲) نورو موټر سایکل والو سره یوځای د ۱۳۸۴او۱۳۸۵ کلونو تر منځ، د هغی شپی په روځ کوم چه د آماج کورته لومړنۍ لاسی بم او شبنامه ورواچول شول ددوی د کور پوښتنه کول د فرشتی آماج څخه،دمریم آماج او شکیلا آماج تعقیب کول د کوټه سنګي او ددوی د کور (دیوان بیګی ) تر منځ او تیلیفونی ځورول، دفرشتی آماج تعقیب کول د ننه په ښوونځۍ کی،دمحمد نظیف او میوند په نسبتی دوسیه پسی ګرځیدل او دپلچرخی زندان ته د محمد نظیف او میوند لید لوته همیش تلل).د یادولو وړ ده چه نوموړۍ په اول سر کی د آماج کورنۍ به څیره باندی نه پیژانده مګر کله چه نوموړۍ د اختطاف په پیښه کی حوزی ونیو اود آماج کورنۍ هغه ولیدی نو ټولو پدی پورته مواردو کی دده ګډون تاُیید کړ.
اوڅرنګه چه ټولوته جوته ده چه خدای بښلي شکیبا څانکه آماج د همدی(۱۳۸۶) کال د جوزا میاشتی په لسمه د ماښام د ۷بجو په شا وخوا کی ددوی په کور کی د اور لرونکی وسلی په ډز سره وویشتل شوه او کورنۍ یی په همدی عبدالطیف باندی لاس کیښود او نوموړۍ بیا د پولیسو لخوا ونیول شو.
د عبدالطیف نیول کیدل د پولیسو پواسطه هم ځانته قیصه لری او هغه داسی چه د هغی وخت د امنیی قوماندانۍ د جرایمو په وړاندی دمبارزی رییس د خپلی ډلی سره چه د شمشاد او آریانا تلویزیونی شبکو فوتو ژورنالیستان هم ورسره وو کله چه د عبدالطیف کورته ورداخیلیږی دکور په انګړ کی د ننه د عبدالطیف د مورسر مخامخ کیږی او مخکی لدی چه دجرایمو په وړاندی دمبارزی رییس څه ووایی دا ورته وایی چه دۍ(عبدالطیف)هغه څوک نه دۍ کوم چه تاسی ور پسی راغلی یاست،زما زوی قاتل نه دۍ، ده څوک نه دی وژلی؟!! او په ځواب کی د جنایی رییس ورته وایی چه موری! هیڅ داسی مسًله نه شته او ده (عبدالطیف) په کورس کی د کوم چا سره جګړه کړیده. دغه ( Clip) په هماغه شپه د آریانا د تلویزیون څخه خپور شوۍ هم دۍ.
دنومړی د نیول کیدلونه وروسته د آماج کورنۍ ته نه یوازی تهدیدونه کم نه شول بلکه ډیر هم شول :
1. د خدای بښلی څانګي آماج له شهادت نه یوازی څو روځی وروسته لمړۍ ځل یو بایسکل سواره سړۍ ددوی دروازی ته ورځی او آماج د کورنۍ د کوچنی زوی (محمد نبی آماج) څخه د کور پوښتنه کوی او کله چه نوموړۍ ماشوم د ننه راځی چه خپل پلار ور خبر کړی نوموړۍ سړۍ ځنی تښتی چه دوی او هلته موظف پولیس یی په ګډه سره لټوی مګر د مامورینو د کارتي د سرکو او لارو د موقیعت په نظر کی نیولو سره یی په نیولو نه بریالی کیږی.
2. دوهم ځل د آماج د کورنۍ دوست او میلمه (راشد) چه ددوی کره راغلۍوو دسیلو سره د همدی اشخاصو لخواپه چاقو وهل او زخمی کول او نوموړی څخه د آماج دکورنۍ د دوهمی لور(شکیلا آماج ) دفتر ته د تللومسیر او دانجینر محمد ربی آماج د ناستی او استوګني دکوټي پوښتنه کول او هم د شکیلا آماج دترور تهدید کوی او ددی ډلي مشر چه د ملی اردو خړه دریشی یی اغوستی وه او لاسی بم (ګرنیډ) هم ورسره وو همدا عبدالروُف وو. او دغه پیښه پداسی وخت کی وشوه چه د ملی امنیت څارنوالان(سید زمان الدین چرخی او سید پاچا) دتحقیق لپاره ددوی کورته راغلی وو او دا هر څه یی پخپلو سترګو ولیدل اوکله چه انجینر محمد ربی آماج ددوی نه په کلکه و غوښتل چه آیا؟همدا نن شپه موږ امنیت لرو او که نه؟ او تاسو نن شپه زموږ د امنیت لپاره څه کولۍ شۍ؟ اود خپل موبایل غږ ثبتوونکۍ یی ددوی مخی ته ونیو،او په ځواب کي دوی دواړو ورته وویل چه دا زموږ دنده نه ده او موږ به مربوطه اورګانوته مکتوب واستوو مګر د دواړو د څیرو څخه نا رضایتی دورایه څرګنده وه!
په هر صورت د خدای بښلی څانګی آماج د شهادت،خاورو سپارلو او فاتحی نه وروسته سمدلاسه انجینر محمد ربی آماج خپله عریضه او ګذارش په (۹) پاڼو کی اړوندو اورګانو ته تسلیم او په عبدالطیف باندی د خدای بښلی څانګی آماج د ترور او قتل مخامخ ادعاٌ وشوه او هغه هم پولیسو په حراست کی ونیوۍ او اما په خالد (د محمد نظیف وراره) باندی یی دفرشتی آماج داختطاف په هڅه کی دګډون او ملتیا ادعا کړیده.دلته ددی ټکی ډاګیزه کول په کار دی چه ټولو څارنوالانو او محکمو نوموړي ټکی ته هیڅ توجه نده کړی بلکه هغه یی هم د قتل په تور تر نظارت لاندی نیولۍ او بیا یی دتوقیفی لغو په بڼه د محاکمی نه پرته خوشۍ کړ. په هر صورت څرنګه چه د آماج کورنۍ دمحمد نظیف او میوند اړوندی دوسیی کی د محکمی د کړنی او پریکړی نه ډیر نا هیلی شوی وه او دا ځل یی دخدای بښلی څانګي دوسیه (پدی هیله چه دلته به نیاو ورسره وشی) د ملی امنیت څارنوالۍ ته بدله کړه اما دا ساده زړي کورنۍ پدی نه وه خبره هغه دچا په اصطلاح چه د باران نه وتښتیدل او تر ناوي لاندی کیناستل!
کله چه د ملی امنیت هغه پورته ذکر شوی څارنوالان ددوی کورته د کشف او تحقیق لپاره راغلل پدی روځ هغه پورته ذکر شوی پیښه هم وشوه،نوموړو څارنوالانو د کورني د هغو ټولوکسانو څخه استعلامونه وکړل کوم چه د دوی په نظر اړین ورتلل او هم یی د پیښي د ځای او ټولي حویلۍنه لیدنه وکړه اما کله چه فرشتی آماج د دوی استعلام په ځواب کی ولیکل چه دا لمړنۍ تنه وه چه د همسایه نه د موټر غوښتلو لپاره د کورنه ووتله او وه یی لیدل چه دروازه خلاصه ده او کوچنۍ چوله(درز) لری نو څارنوالانو دی ته وکتل او بیا یی ورته وویل چه څو کلنه یی؟ په ځواب کی کله چه فرشتی ورته وویل (څوارلس کلنه یم) نو دوی هغه استعلام څیری کړ او زیاته یی کړه چه نوموړي قانونی سن نلری!(حال دا چه فرشته آماج د ښونځۍ په اووم ټولګی کي وه او په هرڅه ښه پوهیدله او خپل ځوابونه یی له دیکتي پرته پخپله لیکل) او نور یی د دروازی په اړوند پوښتنی اوګرویږني بیخی پریښوودلی.
کله چه نوموړی څارنوالان د دوی د کورنه ولاړل بیا یی هم څو ځلی د کورنۍ ټولوغړوڅخه هلته په اداره کی ګرویږنی وکړی او بلاخره داسی وخت راغۍ چه څارنوالانو نور د عبدالطیف ویاندی او استازیتوب شروع کړ او دا وخت وو چه د آماج کورنۍ یو ځلی بیا د دوسیی د نه پرمختګ او انحراف نه لویی څارنوالۍ ته د اسنادو ډکه یوه بله عریضه ورکړه چه دغه عریضه د محتوی او معلوماتو پخاطر ډیره مهمه ده بناً سکن شوي کاپی ددی راپور سره مل ده. اما کله چه انجینر محمدربی آماج د لوی څارنوالصاحب(عبدالجبار ثابت) سره مخ شو نو جناب ثابت صاحب تر یوڅه خبرو وروسته د خدای بښلی څانګي آماج پلار ته مخامخ وویل چه خپله لور(څانګه آماج) تا وژلی ده!!! دا خبره د خدای بښلی د پلار لپاره بالکل ناببره وه او نوموړی بیا هم جناب ثابت صاحب مخاطب کړ او ورته وه یی ویل چه: زه تاسو ښاغلی ته دپلار په شان درناوۍ لرم او ستاسو د سپنو ویښتانو قدر کوم مګر ستا سو زما او زما دکورنۍ په احساساتو ملنډی ووهلی،افسوس چه تاسی غوندی د دومره ټیټ ذهنیت لرونکی سړی ته د (۲۶) میلیونه افغانانو د عدلی سیستم واګي درسپارل شویدی او زیاته یی کړه چه قسم په خدای(ج) که د سپینو ویښتانو لحاظ د نه وی تر ګریوان د نیسم او کورته د بیایم او هلته یی په تا باندی سپینه کړم چه د څانګي آماج قاتل څوک دی؟ او ددی خبری په ویلو سره یی لاس ورتیر کړ چه خپله عریضه څنی راواخلی،اما جناب ثابت صاحب ده ته له معنی ډک کتلو نه وروسته په عریضه باندی لاس ونیو او انجینر آماج ته یی وویل چه ووایه څوک ورته وټاکم؟ په ځواب کی انجینر آماج ورته وویل:چه زه د فرمایش لپاره نه یم راغلۍ ما یوازی خپل قانونی راکړل شوۍ حق استعمال کړیدۍ ته او خدای(ج) چه هرڅوک ورته ټاکي!پدی توګه سره جناب ثابت صاحب ددوسیی د تحقیق او تعقیب صلاحیت هغه دری کسیز کمیسیون ته ورکړ چه مشرتوب یی (جنرال عبدالقدیر صافی) کاوه. اما پریکړه د ورایه معلومه وه؟!
د معمول مطابق دا ځلی هم دغه ډله د کشف او پلټنی لپاره د متضررینو(آماج) کور ته ورغلل او لکه د مخکینیو نورو څارنوالانو په څیر کله چه کورته ورغلل ډیر خواږه او مهربا نه وو خو کله چه خالی لاس راووتل کړنه او بڼه یی بدل وو، دوی هم هلته د کور د غړو د خولی نه همدا غم لړلی کیسه له شروع نه تر آخر پوری واوریدله او بیا یی څو ځلی دا د غم په ټغر ناسته کورني د پوښتنو او ګرویږنو لپاره د داخلی چارو وزارت ته ور وبلل، د دوی د پوښتنو ټول زور د خدای بښلی څانګي آماج په کورنۍ متمرکز وو او اصلاً نوره دا مسًله (چه دوی متضررین دی او دوی پخپله د نیاو او عدل پخاطر حکومت ته عریضه کړی ) بیخی بی ارزښته شوه او د څارنوالانو کړنی د دوی سره لکه دتورنو پڅیر شوی. کومي شبنامي او هغه دموبایل تماسونه کوم چه خدای بښلي څانګي آماج د کورنۍ لخوا دوی ته برابرشوی وه او د تروریستانو تر منځ یی اړیکی په ډاګه کول دی تحقیقاتی ډلی ته هیڅ دلچسپی نه درلوده،پدی ترتیب سره یی څو ورځی دآماج ټوله کورنۍ د تحقیق پنامه سرګردانه کړله بیا یی د آماج کورني دټولو وضع شویو جاری قوانبنو برخلاف ترفشار لاندی ونیوله او چل ول یی ورسره شروع کړ،د بیلګي په ډول پخپله جنرال قدیر (صافی) غوښتل چه د واقعیت برخلاف په مریم آماج ( دخدای بښلی څانګي آماج مور) باندی دا ومنی چه د څانګی آماج د غږ او بیا د مریم آماج د ورتګ تر منځ د وخت واټن شل ثانیی دۍ حال دا چه مریم آماج بیا کوم نکل او اټکل کاوه هغه د یوی او دوو دقیقو په منځ کی وو اما مریم آماج ورته وویل چه ستاسوخبری داصل واقعیت سره هیڅ سرنه خوری او تاسو غواړۍ په زور سره خپلی خبری په موږ ومنۍ ،پدی وخت کی د څانګي آماج خدای بښلی پلار وجنرال صافی ته وویل چه تاسوخو په زوره موږ تومتی کوي او دا موږ نه شو درسره منلای. هماغه وو چه څه یی تر لاسه نه شول نوانجینر محمد ربی آماج او حاجی محمد (د خدای بښلي څانګي آماج ماما) یی د احتیاطی تدبیرونو تر جعلی نامه لاندی د لوی څارنوال (عبدالجبار ثابت) په امر جیل ته ولیږل او پدی توګه یی د آماج د کورنۍ پاتي غړی بیا تر ډول ډول فشارونو لاندی ونیول او په پای کی یی (د خدای بښلي څانګي آماج مور،ورور او خور) ته رډ بډ وویل چه که په یوه لیکلي عریضه کی لوی څارنوال صاحب ته په عبدالطبف باندي د ادعاً نه تیر شي نو موږبه در سره مرسته وکړو او که نه نو موږ به بیا دڅانګي قبر را وسپړو اوعدلی طب ته به یی وسپارو او دا د مړی سپکاوۍ دۍ! کله چه د خدای بښلی څانګي آماج د کورنۍ له لوری د دوی دا غوښتني ونه منل شوی نو وروسته یی بیا په ټوله کورنۍ باندی د (۲۶)موارده متحدالمال، ړانده اوبی بنسټه الزامونه ولګول او څوک یی مشخص تومتی نه کړل،وروسته یی د ټولو اصولو پخلاف ددی کورنۍ دګوښه کولو لپاره د طلوع تلویزیون د(دهلیزها) پروګرام له لاری(جنرال قدیر صافی او لوی څارنوال جبار ثابت) مرکی وکړی چه پدی مرکو کی قدیر صافی د انجینر محمدریی آماج بندی کول صرفاُ ددوی په کارونوکی د مداخلی نه د مخ نیوی پخاطر عنوان کړ. دا مرکه د هر اړخ نه د قانون خلاف وه (پدی هکله به د پردی تر شا حقیقتونه تر عنوان لاندی رڼا واچول شی) او پدی خاطر تر سره شوه تر څوله یوي خوا د انجینر محمدربی آماج بندی کول یی په ځای ښودلی وی؟ او له بلي خوا یی د هغو هلو ځلو عملی مخنیوۍ کړۍوی چه د نوموړی لخوا په لار اچول شوۍ وه اوپه حقیقت کی د اجیر تروریست اودهغه ملاتړکوونکي ډلی په برالا کیدلوختمیده او هم یی د دوی د کورنۍ او غمشریکانو تر منځ مخامخ رابطه غوڅه کړی وی. وروسته بیا همدغه دوسیه کله چه د مرافعي محکمي ته ورکړل شوه هلته بیا نوموړی دوسیه څو ځلی د محکمی او څارنوالۍ تر منځ دسوال او ځواب پنامه ولاړه او راغله،او د محکمی یوه قاضی(قضاوت پوه عبدالبصیر عُصیان ) به تل د جیب څخه (يس)شریف را ویوست او په هغی به یی لوړه کوله چه ګویا نوموړۍ د حق او مظلوم ملا تړۍ دۍ خو وروسته بیا دهمدغی محکمی د اداری پرسونل لخوا په ډاګه شوه چه هغه (یس شریف) نه بلکه د نوموړی د موبایل کتابچه وه، د همدی محکمی د رییس له لوری چه کوم کمیسیون دنوموړي دوسیی د څیړني لپاره ټاکل شوۍ وه په هغی کي داسی یوځوان قاضی هم وو کوم چه دپیسو او سپارښت تر تاًثیر لاندی نه راتلۍ چه د دوسیی د پریکړی نه مخکی نوموړي له دی کمیسیون څخه ګوښه کړای شو او همدغه ګوښه شوۍ قاضی لومړۍ حج ته ولاړ او وروسته یی بیا بالکل رسمی دنده پریښوده، په هر صورت پدی محکمه کی د معمول برخلاف څارنوالان او قاضیا ن یو دبل سره د نظر په مطلق اتفاق او یووالی سره پدی هڅه کی وو چه په هر قیمت چه ممکن وی انجینر محمد ربی آماج محاکمه او مجازات شی او همداسی هم وشول: د محکمی د رییس له خوا انجینر آماج د خپلي لور د قتل په تور د قضایی ترُحم په نظر کي نیولو سره په لس کاله بند محکوم شو چه بیا به دوهمه محکمه کی د الزام د کافی دلایلو دنشتوالی په توسن بریُ الذمه او خوشۍ شو.اوس به راشو دی ټکی ته چه د پردی تر شا کوم کرغیړن لاسونه په کار بوخت وو او د څه د پاره؟ ددی لپاره چه دا موضوع ښه کره څیړل شوی وی بعضی مخکینی یادونی اړینی بریښی.یعنی یو ځلی به بیا مخکینیو پیښو ته ځغلند نظر واچوو:
۱-مخکی مو وویل چه د آماج کورنۍ د (۲) کلونو راهیسي پرله پسي د ترهګرولخوا د شبنامو،لاسی بم اچونی او د فرشتی اماج د اختطاف تر عملی تهدید لاندی وه چه بد مرغه پایله یی د خدای بښلی شکیبا څانګي آماج په شهادت ختمه شوه او د خدای بښلي د شهادت نه وروسته هم دا کورني د ترهګرو تر تهدید لاندی وه.
۲-بیا مو هم مخکی وویل چه محمد نظیف او میوند د شبنامو،لاسی بمونو اچولو او فرشتی آماج د اختطاف په تورونو باندی ونیول شول اوتورونه هم ورباندی ثبوت شول اود همدی تورونوپه آساس محکمی دوی دواړو ته د عبرت پځای د مسخری ډکه داسی پریکړه واوروله چه د دوی دواړو جراُت یی نور هم زیات کړۍ (هر یوه ته یونیم کال بند).
۳-دلومړنۍ شبنامي متن مکمل سیاسی اود ډول ډول تهدیدونو نه ډک دۍ او نوری شبنامی بیا د اولینۍ شبنامي دتهدیدونو تطبیق او اخطارونه دی او دی ډلی دا ښوولي ده چه دوی مکمل اطلاعات لری او څوک یی مخه نیولۍ نشی.
۴- بیا مو وویل چه د سحر پۍ ریز شرکت مالک (ښاغلۍ بګلو چه د ګاونډی ملک ایران تبعه دی) د محمد نظیف د خوشی کولو لپاره یی لومړۍ ډیری هڅی وکړی چه د مریم آماج رضاییت په پیسو یا په بله هره وسیله چه ممکن وی تر لاسه کړی اما پدی کارباندی ونه توانیدۍ،پدی ځای کی دا خبره د سوچ کولو او یادولو وړده چه محمد نظیف په نوموړی شرکت کی د میاشتي په (۵۰۰۰) افغانۍ د اجیر پحیث کار کاوه او په خصوصی سکتور کی زیاتره خلک بدون له تقاعدۍ ،بیمي او نورو امتیازونو پرته استخدامیږی او څرنګه چه په ملک کی دا رنګه بشری پانګه بیخی ډیره ده اود محمد نظیف دنده هم کومه خاصه مسلکی دنده نه وه بلکه ظاهرأ یی یوازی یی د جغلي دموټرنود ثبت (هغه هم په فارسی ژبه) دنده پغاړه وه.آیا دا اجیر د ښاغلی بګلو لپاره دومره مهم وو چه د نوموړی خوشی کول یی په پیسو اخیستل؟!! معمول خو داسی دي کله چه څوک بندی شی نو بیا حتی خپلوان یی د ځان ساتني پخاطر اړیکی ورسره پریکوی اما ښاغلی بګلو خو د محمد نظیف د بندی کیدلو اومحکومیت نه دوی نیمی میاشتی وروسته هم د نوموړی د کورنۍ سره تیلیفونی اړیکی ساتل چه یوه انکار نه کیدونکي بیلګه یی دلته راوړل کیږی.دا تیلیفونی اړیکه د ۲۹می ۲۰۰۷یعنی د خدای بښلي څانګي آماج د شهادت نه دوی روځي مخکی د میوند موبایل ته تأمین شویده او پدی وخت کی میوند او پلار یی په بند کی وو. نو دا اړیکه د چاسره او د څه لپاره وه؟
۵- دا مو هم وویل چه دملی امنیت په څارنوالۍ کی د خدای بښلي څانګي آماج دوسیه د اصلي لاري نه کږه شوه او له همدی امله دآماج کورني لویي څارنوالۍ ته د اسنادو ډکه عریضه وړاندی کړه ،دهمدی عریضۍ په مهال لوی څارنوال(عبدالجبار ثابت) انجینر محمد ربی آماج (د خدای بښلي څانګي آماج پلار) ته مخامخ د خپلی لور د قاتل خطاب وکړ چه دا موضوع د نوموړی او انجینر آماج تر منځ په یو او بل ته په ترخو ځوابونو پای ته ورسیده او لوی څارنوال دا عقده په زړه واخیستله او راتلونکي کړني ددی برخورد تر سیوری لاندی پر مخ ولاړلی.
۶-دا مو هم وویل چه د لوی څارنوال لخوا نوی ټاکل شوی کمیسیون چه مشرتوب یی د کورنیو چارو وزارت د څارنوالۍ رییس (جنرال عبدالقدیر صافی) کاوه ددی په عوض چه د متضررینو دشکایت اوغوښتنو په بنسټ دوسیه پرمخ بوزی (ځکه د هیواد موجوده قوانینو د متضرر حق د څارنوالۍ په قوانینو کی خوندی او تصریح کړیدی ) ددی بر خلاف یی دوسیه ددوی په ضد ترتیب کړه او ددی کورنۍغړی یی تر ډول ډول فشارو لاندی ونیول. عبدالطیف چه د خدای بښلی څانګي آماج د قتل مخامخ تور ورباندی لګیدلۍوه هغه یی خوشۍ او برعکس انجینر آماج یی د احتیاطی تد بیرونو تر درواغجن نامه لاندی بندی کړ. اوپه دوسیه کی یی د آماج په ټوله کورنۍ باندی(۲۶)ډوله متحدالمال او بی بنسټه تورونه ولګول.
۷-او هم مو دا وویل چه په محکمه کی د اوصولو برخلاف پدی دوسیه کی محکمه او څارنوالان ټول په یوه نظر وو او د دواړو اورګانو د مسولینو هڅه او هاند دا وه چه انجینر آماج محکوم شی او همداسی یی هم وکړل.
۸-دغه موهم وویل چه دغه دوسیه څوواری د نواقصوداصلاح پنامه د محکمي او کمیسیون تر منځ ولاړه اوراغله،د نواقص څه وه؟
۹-دغه ټکۍ ډیر زیات ارزښت لری چه وویل شی فقط یوازی نیم ساعت د خدای بښلی څانګي آماج د شهادت نه وروسته تر راتلونکو دریو ورځو پوری په لاندی تعداد تیلیفونی اړیکی چه د محمد نظیف د کور د موبایل (د میوند موبایل ۰۷۹۹۸۷۴۵۹۲) څخه نیول شویدی: د عبدالطیف )ادعاء شوی قاتل( د (۰۷۷۶۱۲۱۸۵۱) شمیری سره (۱۵)ځلي،دعبدالطیف د ورور عبدالوکیل د (۰۷۹۹۷۹۲۳۵۲) شمیری سره (۱۷) ځلی،د محمد نظیف وراره (مختار) د (۰۷۹۸۹۹۸۱۱۷) شمیری سره (۶۸) ځلي ۰۰۰او داسی نور اړیکی نیول شویدی چه د دوی د کور له لوری دارنګه اړیکی هیڅ سابقه نلری او له هره پلوه د غور وړده. مګر ولی څارنوالانو او محکمی دا ټکۍ په نظر کی ندی نیولۍ؟ پخپله پدی قضیه کی داړوندو اورګانو غلطی کړنی ډاګیزه کوی.
الف:- د ددریمی حوزی د جزاء د دیوان رییس(عبدالبصیر عصیان) و خپل عمومی رییس ته په لیکلی راپور کی د څارنوالانو لخوا لګیدلی الزامونه او دغه رنګه جرمی وصف او توجیه کول یی او پدی توګه د مجازاتو غوښتنه د محکمی نه مسخره آمیزه او د حقوقی پوهی څخه لیری ګڼلئ ده.
ب:-همدارنګه په نوموړی راپورکی بیا هم د موًظف څارنوال(عبدالرازق)څخه کوم سوال (له یوی خوا یی نوموړۍ قتل ګنګ ګڼلۍ دۍ او له بلي خوا یی شپږکسان پدی جرم کي شریک ګڼلي دي) چه شوۍ وه او موُظف څارنوال یی ځواب نه درلود. او زیاتوی چه د پورته ذکر شوی قضایی سپارښتني او د متهم (انجینر محمد ربی آماج) د توقیف د تمدید سره سره بیا هم موُظف څارنوال کوم د پام وړ او درست اجرااًت نه دی تر سره کړی.
پدی ترتیب سره په لمړی سر کی ابتدایه محکمه په ټینګه سره پدی تکل کی وه چه په څارنوالۍ باندی قاتل پیدا کړی، مګر څه موده وروسته بیا نامعلومو کرغیړنو لاسونو مداخلي شروع کړی او نتیجه یی هماغه د انجینر محمدربی آماج محکوم کول وو چه دا کار یی وکړ، ښه نو دا کرغیړن لاسونه کوم وو.
-کچیری د لمړۍ محکمی جریان ته نظر واچول شی د ورایه معلومه ده چه د محکمی او څارنوالانو تر منځ څه جوړ جاړۍ شویدۍ،ځکه په لومړی سرکی محکمه یو مخ دی ته اړم وه چه هرو مرو باید څارنوالی تر ټولو د مخه قاتل معلوم کړی! ځکه تر څو چه قاتل نه وی معلوم شوی په جرم کی اتفاق مفهوم نلری مګر څارنوالانو هیڅکله هم دوی ته قاتل معرفی نه کړ بلکه هماغه پخوانۍ جرمی تعریف (په جرم کی ملتیا) یی بیرته تاییداو ور واستوۍ.
بیا همدی محکمی دوه ځلی مقدماتی جلسي ونیولي اما کوم خاص څه یی ونه کړل،د دوهمی قضایی جلسی په مهال چه اړوند څارنوالان هم راغلی وو او د قتل د انګیزي په هکله خبری کیدلی چه انجینر محمدربی آماج د آرش (د شمشاد تلویزیون کارمند او د دوسیی یو تورن) څخه سوال وکړ چه خدای بښلی څانګی آماج په دفتر کي د کار په مهال ته په کوم نامه یادولي؟ نوموړی دری ځله په لوړ آواز وویل چه خدای بښلي به زه تل د آرش برادر پنامه یادولم!او د دی ټکی په یادولو سره راغلو څارنوالانو یو دم غالمغال چوړ کړ او د جلسي د ګډوډۍ هڅی يي شروع کړی.
– اود دریمی او آخرینۍ جلسی په سهار د ۸بجو په شاوخواکی دنوموړی محکمی رییس(قضاوتپوه عبیدالله) دزاهدی(دمحمد نظیف ښځه او د میوند مور) او جنرال قاسم (د انجینر آماج کلیوال) نه ډیر په پټه استعلامونه وکړل او بیا د محکمی څخه د باندی پدی نامه بهرته لاړوچه ګویا نوموړۍ ستری محکمی ته تللۍ دۍ، مګر نوموړۍ د خپلي ادعاء برخلاف لویی څارنوالۍ ته تللۍ وه (دا خبره د هغی وخت د لویی څارنوالۍ د دفتر دبعضو اشخاصو له لوری هم تایید شویده) او کله چه محکمی ته راغۍ بڼه یی اوښتي وه دجلسي په مهال یی هیڅ د متضررینو او په اصطلاح د متهم اظهاراتو ته غوږ نه ونیوۍ او هم یی وخت نه ورکاوه او متضررینو چه هرڅومره ټینګار چه ولی د ا اظهارونه په غلا او پټه اخیستل شویدی؟ او ولی د شهودو مقابله نه کوۍ؟ اود متضررینو اظهارات یی ولي نه اخلۍ؟ مګر مشر قاضی اصلاً دی خبرو ته هیڅ غوږ نه نیوۍ بلکه یوازی زاهدی او جنرال قاسم ته یی وخت ورکړ او کله چه دا مرحله پای ته ورسیده نو د حکم اورولو په مهال همدی قاضی عبیدالله سر کښته اچولۍوه او د (۱۶) کسانو په حضور یی انجینر آماج ته وویل:(شما یک پدر خوب وتحصیلکرده هستید ولی شرایط کشور را درک کرده نتوانیستید) او دغه د شرایط خبره یی دری ځلی مکرره وویله او بیا یی دا هم ور زیاته کړه چه کله د کوم چا په کور کی دارنګه پیښه منځته راشی نو هغوی ژړا او واویلا کوی اما تا(انجینر محمد ربی آماج) پدی مهال داسی کوم کار نه دی کړۍ.!(و شما میتوانید در محکمهُ بعدی بالای همین فیصله اعتراض نمایید) او دا شیان یی پخپل ګمان د انجینر آماج د محکومیت لپاره کافی وګڼل اوجلسه پای ته ورسیده.
د پردي تر شا لاسونه
ښه نو اوبه له کومه ځایه خړی وی؟ لکه چه زموږ په فرهنګ کی عام متل دۍ : د درواغو مزل لنډ وی هماغسی دا درواغ هم د وخت په تیریدو سره د ژبوپه سر راغلل او هغه داسی:
-په ۱۳/۶/۱۳۸۶نیټه (د انجینر محمدربی آماج د بندی کید لو نه ۴ روځي مخکي) دشپي د ډوډۍ په مهال دکورنیو چارو د وزارت داستخباراتو دری تنه جګ پوړی غړی د جنرال قدیر صافی په کور کی میلمانه کیږی او د هغی شپي په صبا یی یو له هغو دریو تنو څخه (کور یی په تپه سلام کي دۍ) د کابل ولایت دتوقیف جیل ته د خپل یوه ملګری (شاه مقصود دکورنیو چارو دوزارت یو افسر) د لیدلو لپاره ورځی او هلته یی نوموړۍ بندی ملګرۍ یی د غوسی د اظهار تر څنګ د جیل څخه د آزادۍ نه وروسته د غچ اخیستني خبری کوي اما همدا ملګرۍ یی ورته وایی(او بچه کلان کلان ګپ نزن،ای اینطور حکومت است،بخدا میګیریته پشت میله های زندان میندازیته والله اګر کسی ده قیصه ات شوه، اینه! اګر قبول نداری درین سه چار روز پدر څانګه آماج را بندی میکنه!) او همداسی هم وشول څلور روځی وروسته انجینر محمدربی آماج د احتیاطی تدبیرونو تر نامه لاندی بندی او دا کانه ورسره وشوه. ښه نودهغی شپي په میلمستیا کښي نور څه ویل شویدی؟! بیا هم قدیر صافی له خولي :- د انجینر آماج ستونځه دا وه چه یوخو ډیرسخت وو(په غالب ګمان د پیسو په هکله)، هیڅ یی ځان نه پوهاوه!او بله دا چه د نوموړی سره د خلکو همدردی روځ په روځ زیاتیده او دی مسًلی دستګاه ته ستونځي راولاړولي!پدی ځای کی یوه بله خبره هم د یادلو وړده او هغه دا چه د جناب کرزی صاحب هغه بیان چه د څانګي آماج د قاتل په ارتباط یی کړیوه د نوموړی کار نورهم لانجمن کړاو زموږ دوستان یی په تشویش کی اچولی وو،تاسی پخپله فکروکړۍ نن صبا په دولتی چوکیو باورندۍ په کار، هر غټ سړۍ د ځان سره خپله کابینه جوړه شوی ګرزوی پداسی حا لت کی هر سړی د ځان غم اخیستۍ دۍاو یوازی باوری ملګری دی چه په درد خوری. نوموړۍ په نشه حالت کی زیاتوی: تاسی پوهیدلای شۍ چه د نوموړی لور د پښتو ژبي ویانده وه او که موضوع همداسی پر مخ تللی وای د ژبو تر منځ یی ستونځي را ولاړولي همدا وه چه د مسًلي د خاموش کولو په خاطر موږ هدایت تر لاسه کړ چه دوسیه د هغی د پلار پخلاف چارج کړو. د جناب ثابت صاحب برخورد د هغی سره زموږ لپاره سرمشق او زموږ د مخکینیو ملګرو د کار نتیجه وه!. ښه اوس نو قدیر صافۍ څوک دۍ؟ جنرال عبدالقدیر (صافۍ) دپخوانی لوی څارنوال پوخت کی د کورنیو چارو دوزارت د څارنوالۍ رییس او لوی څارنوال پوخ ملګرۍ او دباور نفر وو چه نوموړی به د نازه ورته قدیرجان ویل او تل به یی بهرنیو سفرونو ته استوه،د تیر وخت په هکله یی یوازی دومره خبری د جهادی قوماندانانو له خولی اوریدل شویدی چه جنرال قدیر (صافي) د طالبانو په وخت کی د هغوی سره کار کاوه اګر چه یو څه کشر هم وو،نوموړۍ کله نا کله د درملنی لپاره د چین هیواد ته سفر هم کوی.
-همداسی هم د قاضی عبیدالله یو انډیوال (تقاعدی څارنوال حاجی غلام مصطفی) وایی چه نوموړۍ قاضی دده پوخ انډیوال دۍ وایی په هغی روځ چه دغه قضایی جلسه نیول کیدله زما هلته یو کار وو او د تصادف له مخی می د قاضی عبیدالله سره لیده وشوه نوموړی راته وویل چه نن داسی جلسه لرم او ما څرنګه چه دغه غم لړلي کیسه اوریدلی وه د نوموړی نه می د انسانی همدردۍ او خدای پالنی له مخي پدی دوسیه کی د حق او عدالت خواست وکړ او په مقابل کی نوموړی د حق او عدالت د تطبیق ډاډ راکړ او ما هم پری بشپړ باور درلود ځکه دنوموړی قاضی تیری کړنی همداسی وی، مګر کله چه د جلسی له پریکړی نه خبر شوم خدای (ج) حاضر او ناظر دۍ چه اول می بیخی نه شوای منلای اوتعجب می وکړ یوځلی بیا چه ورسره مخ شوم او ورته می وویل چه ولی د داسی وکړل ؟ پخوا خو تا هیڅکله داسی نه وو کړی!سر یی تیټ واچوه او وه یی ویل چه ډیر تر فشار لاندی راغلۍ وم او ګواښ راته شوۍ وه چه که ددوی په خوله ونه کړم داسی دوسیه به راته جوړه کړی چه هیڅ ځان ځنی خلاص نشم کړای!او پخپل ژوندکی په لمړی ځل وبیریدم (د یادولو وړ ده چه نوموړۍ قاضی ددوسیی د پریکړی نه وروسته سمدستی ستری محکمی ته د مشاور پحیث تبدیل شو ) پدی وخت کی د ستری محکمی دتفتیش رییس قاسم حلیمی وه نوموړۍ د پخوانی لوی څارنوال وطندار او د معاملو شریک دۍ،او په نومړی دوسیه کی یی د پردی تر شا ډیر غوره رول لوبولۍ دۍ اوهغه د قاضی عبیدالله تهدید او له دی لاری نوموړۍ قاضی ودغی پریکړی ته اړ ایستل وو چه د قدرت او صلاحیت له لاری یی وکړل، او بیا یی هم د راتلونکي لپاره په ستره محکمه کی د همدی پریکړی د تطبیق لپاره نوموړۍ قاضی هلته تبدیل او ځای په ځای کړ.ښه نو قاضی حلیمی څوک دۍ او د دغي دوسیي سره څه اړیکی لری؟
قاضی محمد قاسم حلیمی د لوګر ولایت اوسیدونکۍ او د عبدالجبار ثابت وطندار او ټینګ ملګرۍ دۍ،په څو ژبو خبری کولای شی اود اوریدوپه بنسټ یی د الازهر په اسلامی پوهنتون کی هم زده کړی کړیدی،د طالبانو د قدرت په مهال دهغوی سره مل اوپه لوړه رتبه یی کار کاوه، کله چه نړیوال ایُتلاف طالبان د واک څخه راوپرځول نو موړۍ پټ شو. د هغی قرار دادی سیکوریټی کمپنۍ چه ددی ډلي د غړو نیول یی د امریکایی فوځیانو څخه په اجاره نیولی وو یو په خټه افغان امریکایی تبعه وایی چه:زموږډلي قاضی حلیمی د سهار د آذانو څخه لس دقیقی وړاندی د ملا محمد عمر پنامه باندی ونیوه اما تر یو څه الوتني وروسته کله چه مو د هغی له سر نه کڅوړه لیری کړله نو دا جوته شوه چه دا نیول شوۍ سړۍ ملا عمر نه بلکه قاضی محمد قاسم حلیمی دۍ او همداسی مو بګرام ته ورسوۍ او هلته له دری روځو تیرولو وروسته نوموړۍ په خبرو راغۍ او وه یی ویل چه زه ستاسو په کار درځم اوبیا یی دسلګونو طالب چارواکو نومونه امریکایی ځواکونو ته ورکړل او له هغی ډلی نه (۷۸) نفره یی ګوانتانامو ته ولاړل ( دغه خبری د مولوی عبدالسلام ضعیف او مسلم دوست په لیکل شویو کتا بونو کی هم ذکر شویدی). پدی هکله مسلم دوست لیکی:زه یی د بګرام په ساړه ژمی کی په یوه داسی کوټه کی اچولۍ وم چه چت یی نه درلود واوره اوریدله او تيز باد هم ورسره چلیده،زه به همداسی په زولنو تړلۍ دواوری او باد نه کله یوه لوری او کله هم بل لوری ته پټید لم او یو وخت یی د څو دقیقولپاره یوی کوټی ته وروستلم او هلته یو د ښکلي ږیری خاوند افغان بندی هم ناست وو او ټولی هغه آسانتیاوی ورته موجودی وی چه موږ یی په ارمان وو ،لکه ګرمه کوټه،چای او بیسکویټ او کاغذ او قلم، کله چه امریکایان د کوټی نه ووتل نوموړی زما څخه تپوس وکړ او چه زما نوم یی و اوریده نو زما د شعر یو نظم یی هم زمزمه کړ او بیا یی خپل ځان د محمد قاسم حلیمی پنامه را وپیژانده. دغه سړۍ چه اوس په ستره محکمه کی ځان ډیر سپیڅلۍ ګڼی او تل خپل دغه امتیاز او هم د امریکایانو ملاتړله ده څخه په نوروباندی پلوری او په محکمه کی له همدی لاری نور خلک له ځانه ډاروی د طالبانو په مهال یی هم جګي چوکۍ ته ځان رسولۍوه او اوس هم په ستره محکمه کی د ریاست چوکۍ ته ځان رسولۍ دۍ دمتهم (محمد نظیف) د تره د زوی (لونګین)سره څه اړیکی لری په هغی سکن شوی سند کی یی وګوری (د غلا او لوټمارۍ پیسی د ستری محکمی د یوه قاضی په کور کی څه کوی؟) او د صراف لوټ شويو پیسوورکول و اصل څښتن ته یی د جنایی مدیریت په مرسته د دی قًاضی په کور کی څه معنی لری؟ او دغه ممکنه پایله ځني راوتلۍ شی چه ترهګری ډلی دلونګین د زوی د غلا د شریک (قاضی حلیمی) پذریعه د محکمی په پریکړه مخامخ تاُثیر کړیدۍ. متل دۍ : ړوند ړوند پیدا کوی او اوبه ژورغالۍ.او د نوموړی قاضی خوشی کیدل دامریکایانوله زندان څخه څه داسی کیسه لری،وایی نومړی کله چه د امریکایی فوځیانو سره خپلی کړی وعدی تر سره کړی نو یی له هغوی د دوی د کړیو وعدو د پوره کولو غوښتنه وکړه او د هغی وخت د امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان خپل استخباراتی چینل ته لیکلی وه چه آیا د حلیمی خوشي کول د امریکا ګټو ته تاوان رسولۍ شی که نه؟ په ځواب کی یی هغوی ورته لیکلی وو چه نوموړۍ (قاسم حلیمی) یو ګنډیرۍ وو ،شیره(جوس) یی موږ وه استل اوس یی یوازی تفاله پاته ده چه د ګاو میښو په درد خوری.
اوس به دی ټکی ته راشو چه انجینر آماج دوهمی محکمی ولي بری الذمه کړ: په دوهمه محکمه کی د آماج د کورنۍ د هڅو له امله ستري محکمي دپیښي دځای کروکی د بیا کتلو او معایني احکام ورکړل او په همدی توګه دوهمی محکمی د نوموړی ځای د معایني لپاره یو ګډ کمیسیون ( قاضی،څارنوال اودپیښي د ځای د څیړنی د ټیم هغه کس چه مخکی یی هم دا ځای معاینه کړی وه) وټاکه او نتیجه یی دا شوه هغه پخوانۍ کروکی غلط ثابت شول او ددی معنی دا وه چه د بهر نه کور ته د داخیلیدو او هم د وتلو په مهال له هغو موقیعتونو څخه کوم چه د کور غړی هلته ناست وو څوک نه لیدل کیږی اود بهر نه کورته نفوذ ممکن دی او دا یوساینسی ثبوت وه او نور ټول هغه د الزام دلایل رد شول او به نتیجه کی انجینر محمد ربی آماج بریُ الذمه شو. دلته دا ټکۍ د پوهیدلو وړ دۍ چه هغه د پیښي د ځای د څیړلود ټیم (د محل د بر رسۍ د تیم) غړۍ په اول کی ولی داسی غلط کروکی وړاندی کړل؟ او دا پخپله په نوموړی دوسیه کی د واضح لاسوهنی اوبر بنډي مداخلی ثبوت او دلیل دۍ!
کله چه انجینر محمد ربی آماج د جیل نه خوشۍ شو نو څه موده وروسته (دآبادي پنامه) یوی ورځپاڼي چه په دری ژبه خپریژی یو لوی مضمون یی د (قتل شکیبا څانګه آماج سیاسی نه؛ بلکه او قربانی خشونت فامیلی ګردید) تر عنوان لاندی خپورکړ،نوموړۍ مضمون چه ددی آته مخیزه ورځپاڼی ۲۰٪یا یو نیم مخ یی نیولۍ وه او داسی معلومیږی چه لیکونکی یی (میرمن صفیه میلاد) یو څه اپراتیفی کارونه هم ورته کړیدی او بیا په همدی ورځپاڼه کی ددی مضمون انګریزی ژباړه هم نشر شوه. دلته څو ټکی د یادولو وړ دی: د څه د پاره دا مضمون جوړ او نشر شو؟ پدی مضمون کی نوموړی هماغه د اولی او دوهمی محکمی دقضایی قرار د متن لنډیز او د انجینر آماج د خولی نقل قول راوړی او په پای کی یی خپله نتیجه ګیری بیا هم د استخباراتو د ریاست د یوه بی نومه کس د خولی بی بنسټه خبره د خپلی غرضی اوپټي مدعاء لپاره کافی او شافی ګڼلی او راوړیده.پدی هکله کله چه موږ معلومات وکړل دا نتیجی پلاس راغلي:
۱-د خدای بښلی څانګي آماج پلار ویلی دی زه په کندز کی وم چه نوموړی مازدیګر مهال تیلفونی اړیکه را سره ونیوه او ما ورته ویلی دی چه کله زه کابل ته درشم بیا به د نیږدی سره ووینو اود دوسیی د غوڅي فیصلي تر مخه څه ویل بیوخته دی ، بیا هم نوموړی بعضی پوښتنی وکړی اما د هغو نه هیڅ هم د ورځپاڼی په مضمون کی نشته دی،بله دا چه زما په غیابت کی دا زموږ کورته د یوه غله په څیر راغلی وه اوزموږ دکورنۍ نه یی د لوی څارنوال په هکله پوښتنی کړیوی او ورته ویلی یی وه چه ګویا نوموړی د بشر د حقوقو د نړیوال سازمان څخه راغلی او پدی هکله کتاب چاپوی او ۷مملکتو ته یی استوی،اما زموږ د کورنۍ غړو په ځواب کی ورته ویلی ووچه تر څو زموږ دوسیه فیصله نه شی موږ هیڅ نه وایو.
اما دی محترمی یو عالم درواغ یی د آماج دکور غړو ته ویلی وه چه هغه به د آماج د کورنۍ سره د مفصل کیناستلو نه وروسته په ځانګړی توګه نشر شی.
۲-پدی مضمون کی صفیه میلاد د پنځمی امنیتی حوزی د پخوانی آمر(زلمی خان اوریا خیل) له خولی بعضی خبری لیکلی دی اما کله چه انجینر آماج د نوموړی آمر سره دا خبره شریکه کړله په ځواب کی یی هغی ورته وویل چه زه دومره کوچنۍ او لویدلۍ سړۍ نه یم…، دا زما خبری نه دی اوزه خاضر یم چه مخامخ ستا په حضور کی ورته وایم چه دی آغلي درواغ ویلی دی.
۳-د غه ورځپاڼه چه هر ځلی د (۵۰۰۰) په تیراژ خپره شوی وه او دیوی شماری قیمت یی هم یوازی(۵) افغانۍ دی که د کاغذ (۹۰ ګرامه) او صحافت کیفیت یی په نظر کی ونیول شی نود هری شمیری قیمت یی لږ تر لږه د ۱۲او ۱۵افغانیو تر منځ راځی،بیا نو کوم حاتم طایی هغه په پنځه افغانۍ پلوری او ټول د هری ورځی په نشر کولو سره د(۳۵۰۰۰او۵۰۰۰۰) افغانیو زیان په ځان منی!؟ او بیا هم د څه د پاره؟ دلته ضرور تر کاسه لاندی کومه بله نیمه کاسه شته.
۴-د انجینر آماج د ماما زوی او بل دکندوز خپلوان یی وایی چه موږ د کابل ولایت ته د دوسیی په پوښتنه پسی تللی وو چه هلته یوه د پاخه عمر ښځه د دریو نورو ځوانانو سره چه د فلم اخیستنی کامری هم ورسره وی دد ولایت په انګړ کی د ننه د د ولایت د مقام تعمیر ته مخامخ ولاړه وه او بد او رد یی ویل چه انجینر آماج یی ولی خوشۍ کړیدۍ، نوموړۍ دخپلی لور قاتل دۍ، او زه یی والله که پریږدم! د انجینر آماج د ماما زوی وایی ما غوښتل چه ورشم او دا ورسره سپینه کړم خورا سره ملګری می( راشد ) پری نه ښوودم او ویل یی چه راځه د اد جنجال ځای نه دۍ.
۵-ډیره د حیرانتیا خبره خو داده چه د انجینر آماج د خوشی کیدلو نه وروسته ولی آغلي صفیه میلاد یو دم داسی په بیړه د خدای بښلی څانګي آماج د قتل سیاسی اړخ رد کړ او هغه هم په کومو دلایلو؟!! د ملی امنیت د یوه کارمند له خولی چه د خپل نامه له ذکر کولو ډډه کوی اوس یی پخپله وارزوۍ؟ او دی آغلی همدا خبره د یوه انسا ن (انجینر آماج) د محکومیت لپاره سل په سلو رښتیا ګڼلی. اوس نو دا خبره باالکل روښانه ده چه د آغلی صفیی میلاد غایه هغو چاته خدمت کول دی کوم چه د ناچلی ورځپاڼی پنامه پیسی ورکوی او دا آغلی هم د(۱۲-۱۵)افغانیوپه ارزښت ورځپاڼه په (۵)افغانۍ پلوری،او د بهرنیانو د ستراتیژی د تطبیق لپاره کار کوی او مخکی له دی چی دوسیه غوڅی پریکړی ته ورسیږی دا آغلی مخکی له مخکی خلکو ته ذهنیت ورکوی او د پنځو مردارو پیسو پخاطر د یوی علم دوسته او مظلومی کورنۍ په آبرو او حیثیت لوبی کوی. د آماج کورنۍ کوم سیاسی،قومی او ژبنۍ دریځ د هیچا په وړاندی نه دی نیولۍ او که د دوی کورنۍ پریکړه کړی وه چه د خپلی مورنۍ ژبي خدمت وکړی دا کوم جرم او ګناه نه ده،بلکه کاشکی د آماج د کورنۍ په څیر داسی نوری کورنۍ هم ډیری وی چه د ژبو اړوند یی ستونځی نه لرلۍ.
۶-کله چه خبره ژبنی دریځ ته راغله په ځای ده چه وویل شی د انجینر آماج دوسیه چه د دوهمی محکمی نه وروسته څارنوالۍ ته راغله دلته د کابل ولایت کی موُظفی څارنوالي (آغلی نجیبه مایل) چه ژبنۍ توپیر یی د الزام د دلیلونو په ډله کی راوړۍ دۍ او د صورت دعوی په یوه ځای کی داسی الزام واردوی :(دلایل ثابت میسازد که قتل توسط پدر مقتوله بنا بر احساسات پشتونولی صورت ګرفته که نمی توان از آن چشم پوشی کرد) اوس نو راشۍ دا وڅیړۍ چه د پښتونولۍ احساسات کوم دی چه نوموړی آغلی څارنوالی ته معلوم دی چه د جزاء په قانون کی منع او دجزا وړ دی؟ او د جزا د قانون په کوم باب کی راغلی دی او آغلي څارنوالی د هغی لپاره د جزا د قانون (۱۴۵) ماده هم کافی نه ده ګڼلي. او همدی آغلي بیا د آرش جزا د نوموړی لپاره د قناعت وړ ګڼلی ده په حقیقت کی د دوسیی د منحرف کولو او انجینر آماج د محکوم کولو پخاطر آرش د قربانۍ د سیرلی په توګه په کار وړل شویدۍ.
ددی پورته ټولي څیړنی پایله داسی ارزول کیږی:
ا-دوسیه بالکل سیاسی ده او ډیر زیات غبن او لاسوهني پکی شویدی.
ب-شبنامی د محمد نظیف لیکني دی او کریمینال تخنیک ثبوت کړیدی،همدارنګه کوم تهدیدونه چه د آماج کورنۍ ته ور پیښ شویدی هغه ټول د محمد نظیف او د هغوی د ډلی لخوا اجرا شویدی.او د هغو تر شا ایرانۍ بګلو دی.
پ-د خدای بښلی شکیبا څانګي آماج شها د ت یوه عادی مړینه نه ده بلکه د بهر نه سازمان شوی ترور دۍ. ددی خبری د سپیناوی لپاره د بګلوپه هکله د آماج د کورنۍ اظهارات او اړوند اسناد ، د طلوع تلویزیون دریځ نیونه او دمحکمی د حکم څخه سرغړونه د قد یر صافی د مصاحبی په هکله (سره ددی چه د تلویزیون اداری ته د نوموړی مصاحبی دخپروني د بندولو پخاطر د محکمی حکم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت احکام راوړل شوی وو مګر د نوموړی تلویزیون اداری او خصوصاء همایون دانشیار د حکومتی موجوده قوانینو نه په سر غړوني سره بیا هم دغه پروګرام نشر کړ او پدی هکله دانشیار ته جزایی دوسیه هم جوړه شویده) او دغه عمل د یوی داسی کورنۍ په وړاندی اجراء شویدی چه دهیڅ ډلی ټپلي سره تړاو نه لری او نه کومه حکومتی چوکۍ لری ،نو بیا ولي داسی ورسره کیږی؟
ت- د آبادۍ په ورځپاڼه کي د آغلي صفیه میلاد مضمون او هغه غلط ذهنیت چه نوموړي لدی لاری لوستونکو ته د ورکولو هڅه کړیده او بیا هم په غیر عادی توګه دا ټول د یوی کورنۍ په وړاندی دی نه د یوی ډلی یا کوم اورګان ،داپخپله د ژبنی توپیر ډیره څرګنده بیلګه ده او د بهرنیو نفوذ او مورچل نیونه د آماج د کورنۍ او پښتو په وړاندي. زه پدی خبره په ځانګړی توګه ډیر ټینګار کوم چه پدی لیکنه کي هیڅ داسی سند نه دی وړاندی شوۍ دچه دآغلي صفیی میلاد ادعاء د ورباندی ثبوت شی، او دارنګه بی ثبوت او بی مسولیته لیکنه د څه د پاره نشر کیږی؟ زما په اند دا ټولی ړندي او لیونۍ هلی ځلی ددی له پاره تر سره کیږی چه پښتون قوم بهرنیانو ته بیسواده،وحشی او د تمدن څخه لیری معرفی کړی، د آماج کورنۍ د ا جرات وکړچه د پښتنو برم،اصیل فرهنګ او هغه ارزښتونه چه تاریخی افغانستان پری ویاړی د تلویزیون له کړکۍ څخه نړۍ ته ور وپیژنی څه وروشول؟ شبنامي او بمونه،د لور د اختطاف عملی هڅه، د دوی د نازولي لور (خدای بښلي څانګی آماج) ترور، د خدای بښلی د پلار بندی او محکوم کول او داصلی قاتل خوشی کول، دا ټول پداسی توګه د دوی سره کیږی چه دوی پخپله حکومت ته دعدل او اوښکو پاکولو لپاره عریضه کړیوه.
ث-په همدی ترتیب سره د څارنوالي (نجیبي مایل) د احساسا ت پشتونولی پنامه د جرمی صفت ایجادول او پدی بڼه د انجینر محمد ربی آماج تومتی کول پښتو او پښتنو ته سپکاوۍ او له هغوی سره ملنډی نه دی نو څه دی.!
ج-د ایرانی تبعه ښاغلۍ بګلو(د سحر پۍ ریز د شرکت مالک کوم چه محمد نظیف هلته کار کاوه) هغه هلی ځلي چه د محمد نظیف د خوشی کولو په هکله یی کولی او مخکی ورباندی خبری شویدی پخپله د بیرونۍ مداخلي ښکارندوی دۍ.
ح- دجنرال قدیر صافی او قاضی عبیدالله څرګندوني کومی چه تر اوسه یی بیرون ته لاره کړیده د اداری فساد داسی یوه بیلګه ده چه ټولنه ورباندی شر میږی.
خ-په دوسیه کی د متضررینو عرض او شکایتونو ته غوږ نه نیول او د محمد نظیف دوسیه (چه د ټولو مسًلو او ستونځو بنسټ جوړوی) له دی دوسیی نه بیلول په حقیقت کی دآماج د مظلومي کورنۍ او قضایی سره یو داسی تاریخی خیانت دۍ چه مسولین یی باید عبرتناکه جزا ووینی تر څو په قضایی سیستم د عامو خلکو عقیده پیاوړی شی.

او د پای ټکی دوسیه په کومه خوا روانه ده؟ او راتلونکي پریکړه به څرنګه وی؟
زما دا څیړنه دباوری اسنادو او شواهدو په رڼا کی تر سره شوی او د کوم چا د سپکاوی پخاطر نه ده جوړه شوی ،بناء زه په ډیره خواشینۍ سره وایم چه مخکینیو کړنو زه نا هیلۍ کړۍ یم او داسی معلومیږی چه حکومتی چارواکي چه ډیره زیاته برخه یی په اداری فساد، خپل پالني اوتعصب کی ډوب دی او له نوموړی دوسیی سره د کیني په لانجه کی ښکیل دی او دیته اړم دی په هر قیمت چه کیږی باید انجینر آماج مجازات کړی.
کچیری د آماج کورنۍ دا دوسیه وګټی دا به د دولت په سطح دعدلی او قضایی سیستم بی ګټی توب او فساد ثابت کړی چه زما په اند دغه دواړه دستګاوی هیڅکله دی ته نه دی حاضری چه د ملت په وړاندی خپل بیګټی توب او سپکاوۍ ومنی او دومره شهامت هم نلری، او همدا لامل دۍ چه دوی لکه اوبو اخیستی هر بوټی ته لاس اچوی او د مظلوم او بیچاره آماج په کورنۍ کله یو الزام او کله بل الزام لګوی او لمر په دوو ګوتو پټوی اما بیخبر لدی څخه چه:
بیدل کیفیت خورشید را از شبپره مپرس—– حقیقت نهان نیست ولی خیره نګاهان کور اند
ښه نو څه کول په کار دی ؟ دغه سوال به زه پدی ترتیب ځواب کړم
هغه زړه به له توپان نه په امان وی—-چه کښتۍ غوندی د خلکو بار بردارشی
زړه یی مه بوله تور کاڼۍ د صحرا دۍ—–په لیدو د زخمی زړه چه زخمی نه شی
او په همدی ترتیب سره الله (ج) فرمایی: تاسو په نیکۍ او پرهیزګارۍ کی د خلکو سره مرسته وکړۍ او په دښمنۍ او ګناه کی د چا معاونت مه کوۍ.