خاطرې
مونږ دری واړو(احمد شکیب آماج، شکیباڅانګه آماج او زه شکیلا آماج) د پاکستان د کوټی په ښار کښی لیټل آکسفورډ پبلیک سکول کښی درس ویلو،دری واړه به په مزه مزه خپلو دوستانو سره مکتب ته تلو کومی شوخیانی نه وی چی مونږ به نکوی:
زمونږ د کور نه تر مکتبه ۴۵ دقیقی د لاری میزل به مو په پښوکوو، په دی لار کښی یوه ډیره اوږده کوڅه وه، د دی کوڅی په نمایی کښی یودری منزله کور په نوی ډیزاین جوړ وو چی ډیرو زینیو درلودلو په خاطر عجوبه ښکاریدو، مګر دروازه یی بخی پخانی کیسو کښی یاد شوی ماډل رقم وه په زنځیر ټنګیده،
هر سهار زمونږ هغه کوڅی ته ور رسیدو نه مخکی له دی کور نه به یو موټر دفتر ته وتو او دروازه به یی د بیرون نه زنځیر کوله.
مونږ دری واړو نه به چی د هرچا نوبت وو هغه به په کوڅه کښی منتظر ولاړ ترڅو چی به دوه نور د کوڅی آخر ته ورسیدل، نو به یی د دی کور دروازی زنځیر به یی خطا کړو او دروازه به یی په مخ خلاسه کړه او ځنی و به تښتیدو او تر دو ورځو به په هغه لاد نه تلو، ۵ کاله بعد زمونږ مکتبونه جدا شول مګر ده ۵ کاله مونږ یو ځای په دی مکتب کښی وو او دی شوخی مو دوام درلودو،
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.
د لیدونکو نظر