دشكيبا د ورور (احمدشكيب آماج ) په حواله
دشكيبا د ورور (احمدشكيب آماج ) په حواله: په كليوالي چاپيريال كې دلوبو لپاره لويه ساحه موجوده وه اما د دې (شكيبا) دخوښې لوبه دكلي په رود كې دكوچنيو كبانو نيول دپلاستيكي ګيلاسونو په واسطه سره وو, موږبه سهار په رود كې دپلاستيكي ګيلاسونو په واسطه كوچيني كبان نيول ،اوبيابه مو هغوى ته درود په خواكې له ريګ څخه واړه ډ نډونه جوړول اوهغه به مو پكې اچو ل.سبا به چې كله بياورغلو كبان به نه وو .اوپه دې سره به دې شكيبا تندى ګونځې شو اوخواشينې به معلوميده ،مابه د هغي (شكيبا) دخواشينتيادليرې كولو لپاره نوموړی ته ويل چې راځه خير دى نوربه ونيسو اودكبانو په نيولوبه سره لګياو شوو او دې لړۍ به همداسې دوام درلود.
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.
د لیدونکو نظر