د شکیبا څانګه آماج د پلار په حواله


د شکیبا څانګه آماج د پلار په حواله
: دشكيبا په روحيه كې دكليوالي ژوند تاثير له ورايه معلوميده .كله چې ماهغې اودهغې د ورورمخی ته كتابونه كيښودل اوهغوى مې دلمړ ی ځل لپاره دكتاب ويلو ته وهڅول نو شكيبابه سمدستې خپل غږ پورته كړ: چې دازما نه زده كيږي!! مګر زه ناهيلۍ نه شوم اوهغه دوستان چې زموږكره به راتلل هغوى به مې دي ته رابلل چې زما اولادونه سبقونو ته وهڅوي، ددوستانو هڅو ښې پايلې لرلې نورنو شكيبا هغه كليواله شكيبانه وه پاتې چې ويل به يي : داخوزما نه زده كيږي بلكه ډير ژربه يي مطلب اخيسته . ددوى لومړنى ښوونځى دليټل آكسفورډ پبلك سكول په نامه ياديده چې دكويټې ښار په سټلايټ ټاون كې وو.دوى درې واړو (احمد شكيب آماج؛شكيبا اماج او وړی خوريې شكيلا آماج )په دې ښوونځي كې په خپلو زدكړو پيل وكړ .

Leave a Reply