د غمیزی راتګ

1.

لمړنۍ شبنامه په ۲۵/۰۴/۱۳۸۴دپنجشنبي په ماښام ۷بجو او ۲۵دقیقو د یوه داسی چا لخوا زمونږ د کور د  دروازی په لاستی کی ټینګه کړی وه چی ښځینه چادری یی په سر کړیوه  او کله چی نوموړۍ څوک د څانګي آماج دپلار او ماما لخوا تعقیب شو نو په(۴۲۱۹)شخصی لمبرپلیټ لرونکی سپین کورولا ډوله موټرکی د دریو نورو کسانو سره یو ځای وتښتیدل.(دغه شبنامه ددوی اړونده دوسیه کی په۲۴۷او۱۴لمبرونو باندی چه د دریمی حوزی د څارنوالۍ مُهر ور باندی لګیدلۍ دۍ ثبت ده). پدی هکله باید وویل شی چی په دا بله روځ باندی (انجینر محمد ربی آماج) پخپله مربوطه ۵حوزی ته ورغلی او شبنامه اودموټر د پلیټ لمبر او اړوند خصوصیات یی دنوموړی امنیتی حوزی آمر(زلمۍ خان اوریا خیل) ته ورکړی وو. داخبره پخپل ځای ډیره مهمه اودفکر وړ ده  چی ددی شبنامی متن او انګیرنه ټوله سیاسی ده ،پدی شبنامه کی د زما (آماج) کورنۍ ته تهدید شویدۍ چه خپلی لوڼی خارجی او داخلی دفترونو ته چی له فساده ډک دی وه نه لیږی او دخاریجی بی حیا تلویزیونی چینلونو لیدل بند کړی،دهمدی شبنامی په بل ځای کی ورته لیکی: او ستاسو لوڼی مو څوروځی تعقیب کړی ولی په لاس را نغلی چه دا به تاسوته ډیره ګرانه تمامه شوی وای اود هغوی نه سوا مو هغه نجونی موټر ته پورته کړی چه فارسی یی ویله،همدارنګه پدی شبنامه کی دوی ته د مرګ تهدید هم شوی او بد بختانه چه عملی هم شو

*********************************************

2.

بل تهدید او عملی ګام پورته کول د(انجینر محمد ربی آماج)د ټول کور په وړاندی په ۱۸/۵/۱۳۸۴نیټه باندی د شپی په۸بجو او۴۵دقیقو باندی وشو کله چی ددوی کورته لاسی بم او ورسره شبنامه ور واچول شول همدغه شبنامه د دوی په اړونده دوسیه کی په(۲۴۵)لمبرباندی د مّهر سره ثبت شویده ،د لاسی بم چاودیدنی د دوی آثاثیی ته زیان ورساوه خو د خدای (ج)په فضل یی د سر زیان نه درلود،د شبنامو کاپی ددی مضمون ضمیمه دی خو یو شۍ چی د یادولو وړ دی او هغه دا چي پدی شبنامه کی یی دوی ته ګواښ کړی وه چی ددوی د موټر لمبر یی حکومت ته ورکړیدۍ او بل دا چی دا د راتلونکو پیښو شروع ده.شبنامه پخپله وګورۍ او مهمه خبره خو لا دا ده، چی دوی د انجینر محمد ربی آماج د عریضي څخه چی حوزی ته یی کړی وه لا د مخه خبر درلود او دا یی په شبنامه کی ذکر کړیدی!!

3.

د تروریستانو دریم ګواښ په ۲۱/۵/۱۳۸۴د شپی په ۷بجو او ۴۵دقیقو باندی د خدای بښلی څانګي آماج د ماما (حاجی محمد) د اختطاف ناکامه هڅه او د نوموړی زخمی کول وه.چی بیا هم د معمول مطابق د همدی مربوطه امنیتی حوزی آمر د دوی کورته راغۍ او حالاتو جاج یی واخیستۍ او ولاړۍ.

4.

د دی ډلی څلورم تهدید بیا هم د لس پاڼو شبنامو په بڼه وه چی ټولی د یوی اصلي پاڼي څخه کاپی شوی وی اودغه کارپه‍۲۱/۸/۱۳۸۴/  نیټه د ماښام په ۸او ۲۵ دقیقو باندی تر سره  شو

********************************************************

5.

·بیا هم دنوموړی ډلي بل تهدید چی د شبنامي په بڼه وه د۲۰/۱۰/۱۳۸۴نیټي باندی په داسی بڼه تر سره شو چی لمړۍ د ۱۹/۱۰/۱۳۸۴ نیټي د مازدیګر په(۶:۰۰) په شاوخواکي په یوه (۷۱۷۷۲)شخصی موقت لمبر پلیټ لرونکۍ کورولا موټر چی( ۳) تنه پکی سواره وو ددوی د کور ومخی ته ولاړ وو اوکله چی انجینر محمدربی آماج ور باندی پوهیږی دوی ځني تښتی او د پورته ۲۰/۱۰/۱۳۸۴نیټي د سهار په پنځو بجو باندی څلورمه شبنامه دسپورتی بایسکل نه په ګتي اخیستني ددوی کورته ور اچوی .اوهمدا شبنامه په دوسیه کی په(۱۵) لمبر راجستر ده.پدی وخت کي انجینر محمدربی آماج د (Concern worldwide) موسسی سره په بدخشان کی کار تر لاسه کړ اوبیاد  ۱۳۸۵کال دعقرب ترمیاشتی پوری ددوی د کور لپاره کراری شپی او ورځي وي اما:

د همدی۱۳۸۵ کال د عقرب میاشتي د لسمي نیټي په شپه باندی یو ځلي بیا ددوی وکورته لاسی بم ورواچول شو چی د نیکمرغۍ له مخی و نه چاودیدۍ  چی د معمول مطابق دا ځلي بیا هم د (۵)امنیتی حوزی مسًولین او پخپله د نوموړی حوزی مشر(زلمۍ خان اوریا خیل) ددوی کور ته راغلل او نوموړي بم یی ورسره یووړ. او ددغو ټولو تهدیدونو په پای کی د مربوطه امنیتی حوزی د مسولینو ځواب دا وه” چه د آماج کورنۍ باید خپل د استوګني ځای بدل کړی ځکه دوی یی پدی ځای کی امنیت نشی تاًمین کولای”. او همدا وو چه دوی د نا هیلۍ او مجبوریت په حالت کی د مامورینو کارتي ته وکوچیدل.

*******************************************************

.6

او بیاد اووم ځل لپاره د تروریستانو له لوری ددوی د کورنۍغړی(فرشته آماج ) دیوه ډیر سخت خطر سره مخ شوه او هغه داسی چی ۲۸/۱۲/۱۳۸۵دغرمي نه مخکی کله چه نوموړي د ناهید شهید د ښوونځي نه د کور په لوری راتلله۱۰:۵۰د غرمي نه مخکي د افشارو په منطقه کی تعلیمی مرکز ته مخامخ د (۸۴۵۵۷) ټونس موټر چه میوند د محمد نظیف زوی سره د خپلو دریو تنو نورو ملګرو یی د فرشتی آماج داختطاف اقدام وکړ چه نوموړی د زرو متروواټن منډي وهلو نه وروسته دکورونو مخی ته چیری چه د خلکو ګڼه ګوڼه وه ځان ورساوه او هلته ځنی خوشی شوه. او له همدی ځایه نوموړی ډله د څانګي اماج د کورنۍ له لوری تشخیص او عدلی مراجعو ته پلاس ورکړل شول پدی ډله عبدالطیف (کوم چه د خدای بښلی شکیبا څانګي آماج د ترور ادعا  ورباندی شویده ) هم شامل وه او کله چه د څانګي آماج د کورنۍ غړو(شکیبا آماج ،شکیلا آماج او فرشتي آماج) نوموړۍ ولیدۍ دری واړو دا خبره ډاګیزه کړله چه هغی دری کسیزی موټر سایکل لرونکي ډلی( کوم چی دوی یی د ښوونځۍ په لاره څارلی )له غړو څخه یی یو همدا عبدالطیف نامۍ وو،او بل دا چه دخدای بښلی شکیبا څانګي آماج د قتل اړونده دوسیه کی داسی یو استعلام هم تر سترګو کیږی کوم چه ددی ګواهی ورکوی دلمړی بم داچولو په روځ همدا عبدالطیف نومی دانجینر محمدربی آماج دغوی دروازی ته ورغلۍ وه او د ده له کشری لور(فرشتي آماج) نه یی پوښتنه کړیوه چی دا د چا کور دۍ.

اوس تر دی ځایه پوری خبره راورسیدله چی د(فرشتي آماج) د اختطاف عملی هڅه وشوه پدی مهال دغه کرغیړن لاسونه دوی وپیژندل او امنیتی حوزی هم هغوی فی الفور ونیول اما د عبدالطیف مشر ورور (عبدالوکیل چه دملی امنیت دتعلیمی مرکزد اعاشي آمر اود ډاکتر نجیب الله د وخت څخه د استخباراتو غړیتوب لری)حوزی ته ورځی او په ډیره عاجزۍ سره دخپل کشر ورور عبدالطیف د خوشی کولو غوښتنه د مریم آماج څخه کوی او دا وعده هم ورکوی چه په راتلونکی کی به عبدالطیف هیڅوخت هم د میوند دغوی سره پری نږدی،او په دی توګه سره عبدالطیف د(۵)امنیتی حوزی څخه خوشۍ کیږی.او اما کله چی محمد نظیف او میوند( د محمد نظیف زوی) تر نیولو وروسته په همدی حوزه کی تر پوښتني او          ګرویږني لاندی نیول کیږی

*****************************************************

7.

کله چی محمد نظیف او میوند( د محمد نظیف زوی) تر نیولو وروسته په همدی حوزه کی تر پوښتني او ګرویږني لاندی نیول کیږی

او په لمړی سر کی دا په ډاګه کیږی چه د شبنامو او محمد نظیف د لیکنو تر منځ ورته والۍ شته دۍ ، پس له (۴۸) ساعتونوتحقیق وروسته کله چه دوی( محمد نظیف او میوند) نظارتخاني ته انتقال کیږی هلته څرګندیږی…” کوم اسناد (شبنامي) چه د آماج د کورنۍ لخوا حوزی ته ورکړل شوی وو هغه د دوسیی نه ایستل شویدی”… اوهماغه اسناد یو ځلی بیا ورته ورکړل شول. دمجرمینو نه تر تحقیق وروسته لاندی حقیقتونه څرګند شول.

هلته په نظارتخانه کی کله شبنامي اود محمد نظیف په لاس لیکل شوی لس پاڼی کریمینال تخنیک څانکي ته د مسلکی څیړنی لپاره ولیږل شوي هلته تر مسلکی هر اړخیزو څیړنو وروسته جوته شوه  چی دشبنامو لیکني د محمد نظیف دی (سکن شوی سند یی ضمیمه دۍ ):

سپورتی بایسکل کوم چی د آخرینۍ شبنامی لپاره په کار وړل شوۍوه د میوند وه او نوموړی دا منلی هم ده.

ټونس موټر چی د فرشتی آماج په اختطاف کی کارول شوۍ وه د محمدنظیف ملکیت وه اما  لمبر پلیټ یی جعلی وه .چی د پولیسو لخواضبط شو.

میوند د (فرشتي آماج) په تهدید اقراروکړ. اومربوط څارنوال دواړو(زوی او پلار) ته د (۴۳۵) مادی جزا غوښتنه کړيوه چه د (۵ـ۷)کاله پوری د بند جزا ده……. اما څه وشول؟

**********************************************

.8

د مرافعی محکمی له خوا (محمد نظیف او زوی یی میوند)د قضایی راَفت(ترحًم) په نظر کی نیولو سره په یو نیم کال بند محکوم شول (پریکړه لمبر ۱۳/تاریخ۲۹/۲/۱۳۸۶) او د همدغی محکمی د رییس (قاضی عبدالصبور) لخوا د ټولو حاضرینو او متضررینو په حضور دوی دواړو ته د خپلي همدردۍ دبرالا اظهار تر څنګ په دوهمه محکمه کی د فعال کمک وعده هم ورکړه شوه اودا د یوه عادل او یبطرفه قاضی د شان څخه ډیره لیری وه…………..

د ټولو شب نامو،د ټول کور د مرګ تړون، بم دستی اچولو یوه کور ته او تهدیدو ثابت کیدلو نه ورسته په مممد نظیف باندی د عدالت خاوندانو او انصاف کوونکیوله خوا صرف ۱ کال او ۶ میاشتی بند فیصله وشوله ……دا کوم انصاف دی زه خو والله که پدی پوهیږم. او په میوند د محمد نظیف زوی چی د دی جرم پوره شریک وو او علاوه د دی نه د اختطاف کوښښ کړي او غیر قانونی موټر کی د کابل ښار په منځ کی ، هم صرف ۱ کال بند د عدالت خاوندانو او انصاف کوونکیو ورکړو………. همدی ته به انصاف وای کنه!!!!؟

او په همدی محکمه کي د خدای بښلي څانګي آماج کورني د محمد نظیف له خوا علنی په مرګ تهدید شوه ،جالبه خو لا دا وه چه د محکمی پدی ټوله موده کي همدا عبدالطیف نومۍ ددوی سره همیش موجود وو او په دی ارتباط کله چه انحینر محمد ربی آماج د عبدالطیف مشر ورور(عبدالوکیل) ته د کندوز څخه تیلیفونی دغه موضوع په منځ کی کیښووده نو (عبدالوکیل) له دی نه ځان تیر کړ. او بد بختانه په ۱۰/۳/۱۳۸۶یعنی ددی پریکړی او تهدید نه ۱۲روځی خدای بښلي شکیبا څانګه آماج پخپل کور کی په قتل ورسیدله

******** ***********************************************

9.

یوه بله ډیره مهمه اود سوچ و‌‌ړخبره خو دا ده چی د محمد نظیف او میوند د بندی کیدلو نه سمدلاسه د سحر پۍ ریز شرکت مالک ( ښاغلۍ بګلو چی د ګاونډی ملک ایران تبعه دۍ) سر او پښی را پیدا شول اود کابل ولایت او په محکمه کی د پیسو ډک بکس په مریم آماج پسی ګرځاوه او دمحمد نظیف د خوشی کولو التماس او زارۍ یی ورته کولی .دغه موضوع او په شبنامه کی د فارسی ژبی ذکر کول واضح علامی دی چه دا پیښه بهرنی لاس او پښی لری

کله چی مریم آماج  بګلو ایرانی څخه د محمد نظیف( د پښتنو رواج په رڼا کی) جرګی کی کینوالو خبره وکړه نو ایرانی خپل قدم شاته کړل او د پیسو ژبه یی هم ونه چلیدله نو بد بختانه په ۱۰/۳/۱۳۸۶یعنی ددی پریکړی او تهدید نه ۱۲روځی ورسته خدای بښلي شکیبا څانګه آماج پخپل کور کی په قتل ورسیدله

********************************************************

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

10.

د خدای بښلی د شهادت نه ورسته یو ځل بیا د آماج د کورنۍ دوست او میلمه(راشد) چه ددوی کره راغلۍوو دسیلو سره د همدی اشخاصو لخوا وهل اوپه چاقو زخمی کول او

نوموړی څخه د آماج دکورنۍ د دوهمی لور(شکیلا

آماج ) دفتر ته د تللومسیر او دانجینر محمد ربی آماج د ناستی او استوګني دکوټي پوښتنه کول او هم د شکیلا آماج دترور تهدید کوی او ددی ډلي مشر چه د ملی اردو خړه دریشی یی اغوستی وه او لاسی بم (ګرنیډ) هم ورسره وو همدا عبدالروُف وو. او دغه پیښه پداسی وخت کی وشوه چه د ملی امنیت څارنوالان(سید زمان الدین چرخی او سید پاچا) دتحقیق لپاره ددوی کورته راغلی وو او دا هر څه یی پخپلو سترګو ولیدل اوکله چه انجینر محمد ربی آماج ددوی نه په کلکه و غوښتل چه آیا؟همدا نن شپه موږ امنیت لرو او که نه؟ او تاسو نن شپه زموږ د امنیت لپاره څه کولۍ شۍ؟ اود خپل موبایل غږ ثبتوونکۍ یی ددوی مخی ته ونیو،او په ځواب کي دوی دواړو ورته وویل چه دا زموږ دنده نه ده او موږ به مربوطه اورګانوته

مکتوب واستوو مګر د دواړو د څیرو څخه نا رضایتی دورایه څرګنده وه

****************************************************

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

11.

(دآبادي پنامه)  یوی ورځپاڼي چه په دری ژبه خپریژی یو لوی مضمون یی د (قتل شکیبا څانګه آماج سیاسی نه؛ بلکه او قربانی خشونت فامیلی ګردید) تر عنوان لاندی خپورکړ،نوموړۍ مضمون چه ددی آته مخیزه ورځپاڼی ۲۰٪یا یو نیم مخ یی نیولۍ وه  او داسی معلومیږی چه لیکونکی یی (میرمن صفیه میلاد)  یو څه اپراتیفی کارونه هم ورته کړیدی او بیا په همدی ورځپاڼه کی ددی مضمون انګریزی ژباړه هم نشر شوه. دلته څو ټکی د یادولو وړ دی:

د څه د پاره دا مضمون جوړ او نشر شو؟

پدی مضمون کی نوموړی هماغه د اولی او دوهمی محکمی دقضایی قرار د متن لنډیز او د انجینر آماج د خولی نقل قول راوړی او په پای کی یی خپله نتیجه ګیری بیا هم د استخباراتو د ریاست د یوه بی نومه کس د خولی بی بنسټه خبره د خپلی  غرضی اوپټي مدعاء لپاره کافی او شافی ګڼلی او راوړیده.پدی هکله کله چه موږ معلومات وکړل دا نتیجی پلاس راغلي:

۱-د خدای بښلی څانګي آماج پلار ویلی دی زه په کندز کی وم چه نوموړی مازدیګر مهال تیلفونی اړیکه را سره ونیوه او ما ورته ویلی دی چه کله زه کابل ته درشم بیا به د نیږدی سره ووینو اود دوسیی د غوڅي فیصلي تر مخه څه ویل بیوخته دی ، بیا هم نوموړی بعضی پوښتنی وکړی  اما د هغو نه هیڅ  هم د ورځپاڼی  په مضمون کی نشته دی،بله دا چه زما په غیابت کی دا زموږ کورته د یوه غله په څیر راغلی وه اوزموږ دکورنۍ نه یی د لوی څارنوال په هکله پوښتنی کړیوی او ورته ویلی یی وه چه ګویا نوموړی د بشر د حقوقو د نړیوال سازمان څخه راغلی او پدی هکله کتاب چاپوی او ۷مملکتو ته یی استوی،اما  زموږ د کورنۍ غړو  په ځواب کی ورته ویلی ووچه تر څو زموږ دوسیه فیصله نه شی موږ هیڅ نه وایو.

اما دی محترمی یو عالم درواغ یی د آماج دکور غړو ته ویلی وه چه هغه به د آماج د کورنۍ سره د مفصل کیناستلو نه وروسته په ځانګړی توګه نشر شی.

۲-پدی مضمون کی صفیه میلاد د پنځمی امنیتی حوزی د پخوانی آمر(زلمی خان اوریا خیل) له خولی بعضی خبری لیکلی دی اما کله چه انجینر آماج د نوموړی آمر سره دا خبره شریکه کړله په ځواب کی یی هغی ورته وویل چه زه دومره کوچنۍ او لویدلۍ سړۍ نه یم…، دا زما خبری نه دی اوزه خاضر یم چه مخامخ ستا په حضور کی ورته وایم چه دی آغلي درواغ ویلی دی.

۳-د غه ورځپاڼه چه هر ځلی د (۵۰۰۰) په تیراژ خپره شوی وه او دیوی شماری قیمت یی هم یوازی(۵) افغانۍ دی که د کاغذ (۹۰ ګرامه) او صحافت کیفیت یی په نظر کی ونیول شی نود هری شمیری قیمت یی  لږ تر لږه د ۱۲او ۱۵افغانیو تر منځ راځی،بیا نو کوم حاتم طایی هغه په پنځه افغانۍ پلوری او ټول د هری ورځی په نشر کولو سره د(۳۵۰۰۰او۵۰۰۰۰) افغانیو زیان په ځان منی!؟ او بیا هم د څه د پاره؟ دلته ضرور تر کاسه لاندی کومه بله نیمه کاسه شته.

******************************************************

ددی پورته ټولي څیړنی پایله داسی ارزول کیږی:

ا-دوسیه بالکل سیاسی ده او ډیر زیات غبن او لاسوهني پکی شویدی.

ب-شبنامی د محمد نظیف لیکني دی او کریمینال تخنیک ثبوت کړیدی،همدارنګه کوم تهدیدونه چه د آماج کورنۍ ته ور پیښ شویدی  هغه ټول د محمد نظیف او د هغوی د ډلی لخوا اجرا شویدی.او د هغو تر شا ایرانۍ بګلو دی.

پ-د خدای بښلی شکیبا څانګي آماج شها د ت یوه عادی مړینه نه ده بلکه د بهر نه سازمان شوی ترور دۍ. ددی خبری د سپیناوی لپاره د بګلوپه هکله د آماج د کورنۍ اظهارات او اړوند اسناد ، د طلوع تلویزیون دریځ نیونه او دمحکمی د حکم څخه سرغړونه د قد یر صافی د مصاحبی په هکله (سره ددی چه د تلویزیون اداری ته د نوموړی مصاحبی دخپروني د بندولو پخاطر د محکمی حکم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت احکام راوړل شوی وو مګر د نوموړی تلویزیون اداری او خصوصاء همایون دانشیار د حکومتی موجوده قوانینو نه په سر غړوني سره بیا هم دغه پروګرام نشر کړ او پدی هکله دانشیار ته جزایی دوسیه هم جوړه شویده) او دغه عمل د یوی داسی کورنۍ په وړاندی اجراء شویدی چه دهیڅ ډلی ټپلي  سره تړاو نه لری او نه کومه حکومتی چوکۍ لری ،نو بیا ولي داسی ورسره کیږی؟

ت- د آبادۍ په ورځپاڼه کي د آغلي صفیه میلاد مضمون او هغه غلط ذهنیت چه نوموړي لدی لاری لوستونکو ته د ورکولو هڅه کړیده او بیا هم  په غیر عادی توګه دا ټول د یوی کورنۍ په وړاندی دی نه د یوی ډلی یا کوم اورګان ،داپخپله د ژبنی توپیر ډیره څرګنده بیلګه ده او د بهرنیو نفوذ او مورچل نیونه د آماج د کورنۍ او پښتو په وړاندي. زه پدی خبره په ځانګړی توګه ډیر ټینګار کوم چه پدی لیکنه کي هیڅ داسی سند نه دی وړاندی شوۍ

دچه دآغلي صفیی میلاد ادعاء د ورباندی ثبوت شی، او دارنګه بی ثبوت او بی مسولیته لیکنه د څه د پاره نشر کیږی؟

زما په اند دا ټولی ړندي او لیونۍ هلی ځلی ددی له پاره تر سره کیږی چه پښتون قوم بهرنیانو ته بیسواده،وحشی او د تمدن څخه لیری معرفی کړی، د آماج کورنۍ د ا جرات وکړچه د پښتنو برم،اصیل فرهنګ او هغه ارزښتونه چه تاریخی افغانستان پری ویاړی د تلویزیون له کړکۍ څخه نړۍ ته ور وپیژنی څه وروشول؟

شبنامي او بمونه،د لور د اختطاف عملی هڅه، د دوی د نازولي لور (خدای بښلي څانګی آماج) ترور، د خدای بښلی د پلار بندی او محکوم کول او داصلی قاتل خوشی کول، دا ټول پداسی توګه د دوی سره کیږی چه دوی پخپله حکومت ته دعدل او اوښکو پاکولو لپاره عریضه کړیوه.

ث-په همدی ترتیب سره د څارنوالي (نجیبي مایل) د احساسا ت پشتونولی پنامه د جرمی صفت ایجادول او پدی بڼه د انجینر محمد ربی آماج تومتی کول پښتو او پښتنو ته سپکاوۍ او له هغوی سره ملنډی نه دی نو څه دی.!

ج-د ایرانی تبعه  ښاغلۍ بګلو(د سحر پۍ ریز د شرکت مالک کوم چه محمد نظیف هلته کار کاوه) هغه هلی ځلي چه د محمد نظیف د خوشی کولو په هکله یی کولی او مخکی ورباندی خبری شویدی پخپله د بیرونۍ مداخلي ښکارندوی دۍ.

خ-په دوسیه کی د متضررینو عرض او شکایتونو ته غوږ نه نیول او د محمد نظیف دوسیه (چه د ټولو مسًلو او ستونځو بنسټ جوړوی) له دی دوسیی نه بیلول په حقیقت کی دآماج د مظلومي کورنۍ او قضایی سره یو داسی تاریخی  خیانت دۍ چه مسولین یی باید عبرتناکه جزا ووینی تر څو په قضایی سیستم د عامو خلکو عقیده پیاوړی شی.

******************************************************

Leave a Reply