دوهمه برخه
2.
بل تهدید او عملی ګام پورته کول د(انجینر محمد ربی آماج)د ټول کور په وړاندی په ۱۸/۵/۱۳۸۴ نیټه باندی د شپی په ۸ بجو او ۴۵ دقیقو باندی وشو کله چی ددوی کورته لاسی بم او ورسره شبنامه ور واچول شول همدغه شبنامه د دوی په اړونده دوسیه کی په( ۲۴۵) لمبرباندی د مّهر سره ثبت شویده ،د لاسی بم چاودیدنی د دوی آثاثیی ته زیان ورساوه خو د خدای (ج)په فضل یی د سر زیان نه درلود،د شبنامو کاپی ددی مضمون ضمیمه دی خو یو شۍ چی د یادولو وړ دی او هغه دا چي پدی شبنامه کی یی دوی ته ګواښ کړی وه چی ددوی د موټر لمبر یی حکومت ته ورکړیدۍ او بل دا چی دا د راتلونکو پیښو شروع ده.شبنامه پخپله وګورۍ او مهمه خبره خو لا دا ده، چی دوی د انجینر محمد ربی آماج د عریضي څخه چی حوزی ته یی کړی وه لا د مخه خبر درلود او دا یی په شبنامه کی ذکر کړیدی!!
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.

د لیدونکو نظر