لومړی برخه

لمړنۍ شبنامه په ۲۵/۰۴/۱۳۸۴ دپنجشنبي په ماښام ۷ بجو او ۲۵ دقیقو د یوه داسی چا لخوا زمونږ د کور د  دروازی په لاستی کی ټینګه کړی وه چی ښځینه چادری یی په سر کړیوه  او کله چی نوموړۍ څوک د څانګي آماج دپلار او ماما لخوا تعقیب شو نو په( ۴۲۱۹) شخصی لمبرپلیټ لرونکی سپین کورولا ډوله موټرکی د دریو نورو کسانو سره یو ځای وتښتیدل.(دغه شبنامه ددوی اړونده دوسیه کی په ۲۴۷ او ۱۴ لمبرونو باندی چه د دریمی حوزی د څارنوالۍ مُهر ور باندی لګیدلۍ دۍ ثبت ده). پدی هکله باید وویل شی چی په دا بله روځ باندی (انجینر محمد ربی آماج) پخپله مربوطه ۵ حوزی ته ورغلی او شبنامه اودموټر د پلیټ لمبر او اړوند خصوصیات یی دنوموړی امنیتی حوزی آمر(زلمۍ خان اوریا خیل) ته ورکړی وو. داخبره پخپل ځای ډیره مهمه اودفکر وړ ده  چی ددی شبنامی متن او انګیرنه ټوله سیاسی ده ،پدی شبنامه کی د زما (آماج) کورنۍ ته تهدید شویدۍ چه خپلی لوڼی خارجی او داخلی دفترونو ته چی له فساده ډک دی وه نه لیږی او دخاریجی بی حیا تلویزیونی چینلونو لیدل بند کړی،دهمدی شبنامی په بل ځای کی ورته لیکی: او ستاسو لوڼی مو څوروځی تعقیب کړی ولی په لاس را نغلی چه دا به تاسوته ډیره ګرانه تمامه شوی وای اود هغوی نه سوا مو هغه نجونی موټر ته پورته کړی چه فارسی یی ویله،همدارنګه پدی شبنامه کی دوی ته د مرګ تهدید هم شوی او بد بختانه چه عملی هم شو

Leave a Reply