پنځمه برخه
·بیا هم دنوموړی ډلي بل تهدید چی د شبنامي په بڼه وه د ۲۰/۱۰/۱۳۸۴ نیټي باندی په داسی بڼه تر سره شو چی لمړۍ د ۱۹/۱۰/۱۳۸۴ نیټي د مازدیګر په( ۶:۰۰) په شاوخواکي په یوه ( ۷۱۷۷۲) شخصی موقت لمبر پلیټ لرونکۍ کورولا موټر چی( ۳) تنه پکی سواره وو ددوی د کور ومخی ته ولاړ وو اوکله چی انجینر محمدربی آماج ور باندی پوهیږی دوی ځني تښتی او د پورته ۲۰/۱۰/۱۳۸۴ نیټي د سهار په پنځو بجو باندی څلورمه شبنامه دسپورتی بایسکل نه په ګتي اخیستني ددوی کورته ور اچوی .اوهمدا شبنامه په دوسیه کی په( ۱۵) لمبر راجستر ده.پدی وخت کي انجینر محمدربی آماج د ( Concern worldwide ) موسسی سره په بدخشان کی کار تر لاسه کړ اوبیاد ۱۳۸۵ کال دعقرب ترمیاشتی پوری ددوی د کور لپاره کراری شپی او ورځي وي اما:
د همدی ۱۳۸۵ کال د عقرب میاشتي د لسمي نیټي په شپه باندی یو ځلي بیا ددوی وکورته لاسی بم ورواچول شو چی د نیکمرغۍ له مخی و نه چاودیدۍ چی د معمول مطابق دا ځلي بیا هم د ( ۵) امنیتی حوزی مسًولین او پخپله د نوموړی حوزی مشر(زلمۍ خان اوریا خیل) ددوی کور ته راغلل او نوموړي بم یی ورسره یووړ. او ددغو ټولو تهدیدونو په پای کی د مربوطه امنیتی حوزی د مسولینو ځواب دا وه” چه د آماج کورنۍ باید خپل د استوګني ځای بدل کړی ځکه دوی یی پدی ځای کی امنیت نشی تاًمین کولای”. او همدا وو چه دوی د نا هیلۍ او مجبوریت په حالت کی د مامورینو کارتي ته وکوچیدل.
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.

د لیدونکو نظر