د وفا د کــورنۍ په اړه یو څو ټکی
زما او ښاغلی حاجی محمود(وفا) اړیکی د خپلوۍ د چوکاټ نه لوړ او ددوستۍ پر بنسټ ولاړدی او ژوند د نا خوالو څخه تل صحیح سلامت راوتلی دی. دده په هکله که هر څومره خبری وشی بیا به هم لږ وی خو دومره ویل ضرور ګڼم چی نوموړۍ هم زما په شان د خپل اولاد د زده کړی ډیر لیوال دۍ.دده شاعر کیدل هم عجیبه شانته کیسه لری او هغه دا چی د نوموړی له خولی چی وایی:
هغه مهال چی د کابل ښار د واک د لیونیانو د جګړی ډګر ګر ځید لۍ وه زما په کور کی پدی مهال نه اوړه وه نه ډوډۍ. د نوموړی په قول چی وایی: یو سهار می داسی ګنګوسي تر غوږو شوی چی په چهلستون کی د اسلامی ګوند لخوادکابل ښارته د اوړو بندیز لیری شویدی په همدی هیله می ټول شته او پیسی را واخیستی او دلاری په اوږدوکی د ټوپک د خاوندانو د ډیرو زیاتو سپکتیاوو سره سره می په بیړه ځان هلته ور ورساوه خو د روځی په پای کی می یوازی ستومانی په برخه شوه او بس، د ماښام مهال وه چی د ده بوری د چوک په شاوخواکی په یوه داسی هټۍ ور پیښ شوم چی وچه ډوډۍ می پکښی ولید له او دا هم د جنت د دروازی نه را ته کمه ښکاره نه شوه دا ځکه چی زموږ په کور کی نه اوړه وه او نه ډوډۍ .په ډیره بیړه می ځان ور ورساوه او د هټیوال په خوښه می یو څو ډوډۍ واخیستلی او زړه ته می نیږدی په سینه پوری ټینګۍ نیولې وې او همداسی خوشحاله د کوټه سنګی په لوری را روان وم چی د حلبی سازۍ د کوڅی په برابرښی لوری ته د دوهم پوړ نه یوه هیبتناکه او د نه اوریدونکو ښکنځلو ډکه کریږه را باندی وشوه او ورسره یی د (ایستاد شو….؟!) قومانده د ټوپک د شپیلۍ په ښوولو سره چی زه یی په نښه کړۍ وم صادره کړه او زه لکه برق نیولۍ همداسی ودرید م چی د هغه! یو سر ښندونکۍ راغۍ او د هر اړ خیزی تلاښۍ وروسته یی خپل بادارته یی خوله پورته ونیوله او وه یی ویل : ای خو نان آورده ! لدی سره جوخت د پاسه بله قومانده صادره شوه: ببریش ده نان زنده ګورش کنید! ای به …….! نان میبره.
له دی سره سم یی زه په کوټه سنګی چوک کی د شیر سرخ یاد ګاری څلی په لوری برچه پک روان کړم او هلته یی تر ځمکی لاندی ځای ته چه ډیر تیاره وو بوتللم همدی وسلوال چه زه یی دلته راوستلۍ وم د ډوډۍ په انبار کی وما ته د ګور په جوړولو بوخت وو او هغه ډوډۍ چه زما غوندی اړو خلکو نه یی ګرځولی وې ایخوا دیخوا ته کولی چه نا څاپه د باندی د ډزو آوازونه پورته شول او په ډوډۍ کی زما خښوونکۍ وسله وال سمدلاسه بیرون ته ووت؛ تر لږ ځنډ وروسته ما د غولی له لوری د ډوډۍ له منځه یو غږ واورید چه وویل! به لحاظ خدا برآیی: زه په داسی یو حالت کی وم چه هیڅ می فکر کار نه کاوه چه همدا غږ یو ځلی بیا تکرار شو او لدی سره جوخت زه له هغی د مرګ د سمڅی نه راووتم او همداسی تش لاسونه کور ته راغلم او دلته په کور کی می اولادونه همداسی وږی ناست وو.حاجی محمود وفا له دی سمڅی نه خو ژوندۍ راووت مګر هغه ژور روانی ټپ چی نوموړی ددغی پیښی څخه خوړلۍ دۍ د نوموړی نه یی غمګین شاعر جوړ کړۍ چه د ننه دۍ پخپله سوځی اما نور خلک ورته شاباسۍ ورکوی. حاجی محمود او کورني یی د څانګې د ځوانیمرګۍ او شهادت په غم کی زموږ سره برابر شریک وو او خپله غمشریکی یی د لاندی شعرونو او اوښکو سره یو ځای دخدای بښلی روح ته ډالۍ کړیدی.
)انجینر محمد ربی آماج(
شهیدې څانګی ته ډالۍ
خدایه دا څومره بیرحمه زمانه شوه
چـی ګـل څـانګـه یی دظـلم نښانه شوه
ډیر یی نور هم پخپل ظلم دی وژلی
ډیــر یی هــم بــه عـزیزانـو ژړولی
سر او مال یی هم د ډیرو تالا کړۍ
خـلایـق یی لــه ډیر غم په ژړا کړی
غـورځـولی یی له تخـته دی ښاغلی
تــورو خــاورو تـه یی وړی نازولــی
خو دا وار یی نشانه کړله یوه څانګه
پـه جـهـان کـی د پـښـتو وه یـوه پانګه
شــکـیـبا لـکه په نوم چی ښایسته وه
په ښه خلق او خوی بیشکه پـرشته وه
په نیکۍ باندې هر چیری وه مشهوره
مور د نـشـی بـیـا په داسی اولاد بوره
شپه او روځ مونس ددی قلم کتاب وه
ډیــردعــلم بــه طـلــب کی یی شتاب وه
پــه کــردار او په طاعت وه مسلمانه
حقــیـقــت دۍ کـــله وایــمــه لــه ځــانـه
تــل شــروع دهــرکلام یی بسم الله وو
ځانکــد ن کـی یی پـــه خوله نوم د الله وو
هر کلام یی وه پــه شان د مـرغـلری
خو افسوس چی شوه زمونږ له منځه لیری
مســــلــمــا نــه بـا تـقـوا وه با حجابه
صــفــتـونـه یــی بــیرون وه لــه حسـابه
خــود مــرګ څــپړه راغــله بی خبره
آســـوده شـــولــــه د دی نــــړۍ لــه شره
دمجلس یاران به ټول شکسته دل شی
چـی خــا مـــوشــه کــله شمعه دمحفل شی
تل یی ځای خالی شو باتی انجمن کی
دګــل څــانګه نوره نــشتــه پــه چـمن کی
مرګ ددی که په ظاهره تباهی کړی
ددی یاد زمونږ په زړونو باچاهی کــړی
ځای ددی زموږ په زړه کی دۍ یارانو
راتـــه غـــوږشــۍ چی څه وایم عزیزانو
له دی غمه یی موږ ټول تل په ژړا یو
خــو پــاک رب تــه همیشه لاس به دعا یو
خــدایـه تـه ورکــړی هـغی ته جـنتونه
کـورنۍ ته یی پــه بـرخـه کــړی اجرونه
د آمــاج لــه کــورنۍ د لــیری غـم وی
پــه خــوښـۍ دوچ د دوی د سترګو نم وی
خدایه پاکه ته قبومه زمونږدعا کړی
د حبیب په روی دخلاص مو له بلا کړی
څوک چی څانګی ماتوی لاس یی دمات شی
د مــحـمود دتـل قـبول دغه حاجات شی
د الحاج محمودشا وفا له خوا
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.
د لیدونکو نظر