عبیدالله صادقیار له خوا
دغه لاندي متن او شعر د خدای بښلي څانګي و سپڅلي روح ته ډالۍ کوم.
د خدای بښلي شکیبا څانګي آماج په هکله که هر څومره ولیکم بیا به هم لږوی او فکر نه کوم چه ددی ملالی پیغلی په هکله څه ویل به د یوی یا څو پاڼو په ډکولو سره به د پای ټکۍ ومومی بلکه دا به کتابونه ډک کړی چی ددی ملالی پیغلی د ښواو سپیڅلو خویونو،اسلامی او پښتنی پت او غیرت،نېکو عملونو او داسی نور اوصاف یی دژوند په ډګر کی وڅیړل شی.
د خدای بښلی شکیبا څانګي آماج او پتمني کورنۍ څخه یی ډیری خوږی او نه هیریدونکي خاطری لرم زړه خو می وایی چه ددی ملالی پیغلی په هکله ډیر څه ووایم خو دا به څه آسان کار نه وی او هم به زما نا توانه قلم ددی ملالی پیغلی د ښو اوصافو د لیکلو نه عاجز پاته شی خو زه خپل ټول احساسات او خیالات دیوه شعر په بڼه ارواښادي پیغلي ملالی شکیبا څانګي آماج ته ډالۍ کوم تر څو اروا یی ښاده او سمسوره وی او لوی څښتن تعالی د دا نازولی شهیده د خپل رحمت او مرحمت په ډیوو کی ځلانده وساتی. آمــــــــــــــیــــــــن
څـــــــــــــــــــــانګه پـــــــــــه نړۍ کی
دا نړۍ ده څانګي څانګي لکه څانګه
لاس د مات شی چه یی ماته کړله څانګه
زمونږ څانګه خو دسرو ګلو غنچه وه
زمونږ څانګه په هر بڼ کی ګلدسته وه
موږ روزلی وه پـښـتو تـه هـغه څانګه
چی چوپړ به د پښتو کړی هغه څانګه
څـانګه ولاړه راستـنه به نـشی بـیرتــه
ارمان دا چه پاتی شوی وای دا څانګه
واړه یــاد یی هـیروم چـی کـړوی می
کــه هــر څـو یـی هــیرومـه ژړوی مې
څانګي ویاړل د پښتو په نوم نشان تل
ستا به نوم وی له پښتو سره پیزوان تل
هغه څانګه چه په زړه کی یی موسکا وه
هــغـه څـانـګه چــه پــه زړه کی یی رڼاوه
څانـــــګه زارشــوه په پښتو لکه څانګه
څــانـــګه پـاتـی شـوه مـلالـه لـکه څانګه
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.
د لیدونکو نظر