کمال «ابراهیمی» له خوا
کمال «ابراهیمی» دځوانیمرګې څانګې کلیوال او د کابل د طب د پوهنځۍ محصل هم لکه د نورو زړه سواندو افغانانو په څیر د څانګي په بی وخته مړینه او شهادت ډیر زیات خواشینۍ وو او خپل سپیڅلي احساسات یی د لاندی شعر په بڼه خپلي شهیدې کلیوالی ته داسی ډالۍ کړیدی (۱۶/چوزا/۱۳۸۶). «انجینر محمد ربی آماج»
څـــــــــــــــــــانـــــــــــــګـــــــــــه
څانګه به څانګو کی وه سیاله څانګه
خوږه شمشاد نه ویناواله څانګه
مرګیه ډیر ورته بی صبره ناست وې
آخر میلمه د کړه ملاله څانګه
تا میلمه کړی تورو خاورو ته ده
هغه تنکۍ او نازک خیاله څانکه
هر یو تدبیر که ورته ولټوم
بیا به را نه شی ولاړه ولاړه څانګه
هغی پښتو دود او دستور خوښوو
هغه وه ډیره وطن پاله څانګه
قلم کتاب سره دوستی وه ددی
ډیره هوښیاره هنر پاله څانګه
مرګی زمونږ ډیره ژر واخیسته
هغه درنه او پښتونپاله څانګه
«کمال» به څنګه غږ دخلکو جګ کړی
نه لری خوا کی کلیواله څانګه
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.
د لیدونکو نظر